د کندهار په محصولي ګمرک کي امنیتي کامرې فعالي او له مرکز سره ونښلول سوې!
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د کندهار په محصولي ګمرک کي (۳۱) دانې امنیتي کامرې فعالي او له مرکز سره ونښلولې.
د یادو امنیتي کامرو د نصب چاري پخوا ترسره سوي وې، چي اوس د ګمرکونو لوی ریاست د تخنیکي ټیم له لوري په معیاري ډول ترمیم، فعالي او د مرکز له کنټرول خوني له څانګي سره ونښول سوې.
له دې کامرو څخه به د امنیتي مسایلو تر څنګ د ګمرکي سرغړوونو او د پېښو د مخنیوي په برخو کي کار واخیستل سي.
د یادوني وړ ده، چي ډېر ژر به د فراه ولایت د ابو نصر فراهي په ګمرک کي هم ورته امنیتي ګمرکي کامرې نصب او فعالي سي.