د کندهار ګمرک رئیس د تازه مېوو له واردوونکو سوداګرو سره وکتل

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۲۵
............

 

د کندهار ګمرک رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په خپل کاري دفتر کي د تازه مېوو له واردوونکو یو شمېر سوداګرو سره ولیدل او د هغوی ستونزي او غوښتني ئې واورېدې.
په پیل کي یادو سوداګرو د ګمرکي طی مراحلو، بانکونو، د قاچاق د مخنیوي او په یو شمېر نورو برخو کي خپلي ستونزي د کندهار ګمرک له رئیس سره شریکي کړې.
د کندهار ګمرک رئیس دوی ته ډاډ ورکړ، چي سته امکاناتو او اصولو ته په کتو سره سم به د دوی ستونزو ته ژر تر ژره رسېدنه وسي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست رهبري تل د ولایتي ګمرکونو مسئولینو ته د هیودوالو په ځانګړي ډول د سوداګرو د ستونزو اورېدو او هغوی ته د اصولو په رڼا کي د مناسبو حل لارو د پیدا کولو سپارښتني کړي دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

BACK TO NEWS