د کورنۍ پلټني  لوی ریاست پلاوي نیمروز ولایت ته سفر وکړ

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۶ - ۱۵:۴۸
خبر

د پلټني سپارښتنو د تطبیق تعقیب (Audit Follow-up) په موخه د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست اړوند د عوایدو او ګمرکونو  پلټني رئيس ښاغلي محمد نادر همایون په مشرۍ یوه پلاوي نیمروز ولایت ته سفر وکړ. د سفر په ترڅ کي د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د نیمروز ولایت ګمرک څخه لیدنه وکړه او د یاد ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره ئې له نږدې ولیدل.

د نیمروز ګمرک له مسؤلینو سره په خبرو کي ښاغلي همایون د پلټني د هدف، اهمیت او کاري بهیر په اړه خبري وکړې او د تېرو پلټنو په ترڅ کي د پلټونکو له لوري د ورکړل سوو اصلاحي سپارښتنو  د تطبیق پوښتنه ئې وکړه. د سپارښتنو د ښه او پر وخت تطبیق په موخه د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د نیمروز ګمرک له مسؤلینو سره لازمي مشورې شریکي کړې. 

خبر

همدارنګه د کورنۍ پلټنې لوی ریاست پلاوي د نیمروز ګمرک د مسؤلینو ستونزي او غوښتني واورېدې او ژمنه ئې وکړه چي د وزارت له مشرتابه سره به ئې ډېر ژر شریکي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS