د کورنۍ پلټني لوی رئيس او ورسره مل پلاوي بامیان ولایت ته سفر وکړ!

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۸ - ۱۰:۸
...........

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس انجنیر عبداللطیف خالد او ورسره مل پلاوي د چارو د ارزوني او د پلټني سپارښتنو د تطبیق د تعقیب په موخه بامیانو ولایت ته رسمي سفر وکړ.
د کورنۍ پلټني لوی ریاست پلاوي د دغه سفر په لړ کي د بامیانو ولایت له مستوفیت او همدارنګه د دغي ادارې له اړوندو دفترونو څخه په جلا توګه لیدنه وکړه او هم ئې د یاد ولایت له مستوفي سره ئې پر اړوندو موضوعاتو بحث وکړ.
د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یوې غونډي په ترڅ کي د مستوفیت کارکوونکو ته د پلټني پر اهمیت خبري وکړې او ټینګار ئې وکړ، چي د پلټونکو له لوري ورکړل سوي اصلاحي سپارښتني پر ټاکلي وخت تطبیق او راپور ئې له دغه ریاست سره شریک کړي.
ورپسې د کورنۍ پلټني پلاوي په نمونوي ډول ځیني دوسیې وکتلې او په تړاو ئې له  کارکوونکو سره تخنیکي سلا مشورې شریکي کړې.
په پای کي د کورنۍ پلټني لوی رئیس د یاد مستوفیت د مسؤلینو او کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او ژمنه ئې وکړه، چي د حل په موخه به ئې د وزارت له مشرتابه سره شریکي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په. . .

BACK TO NEWS