د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

syllab_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
..................

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په دې ناسته کي چي د یادو ریاستونو مسئولینو ګډون کړی وو، په پیل کي د ګمرکونو او عوایدو معین ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له اړوندو امارتي ادارو سره د چارو د ښه والي په موخه د لازمي همغږۍ رامنځته کولو، د ملي عوایدو زیاتولو او هیوادوالو ته د لازمو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کي مسئولینو ته سپارښتني وکړې.
ورپسې د عوایدو لوی ریاست ته د کنټرول او کیفیت ریاست د عوایدو د لېږد په اړه د ټاکل سوي پلاوي راپور وړاندي او پر دې سربېره د کارګو شرکتونو د بررسۍ  پر څرنګوالي، د ټرانزیټي او بار وړونکو شرکتونو پر باقیاتو، د هیواد په هغو سیمو کي، چي بانکي خدمات نه لري د مالیې د اخیستلو پر څرنګوالي او یو شمېر نورو اړینو موضوعات بحث او لازمي پرېکړي وسوې.
د یادوني وړ ده، چي دغه ناستي د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو تر منځ د لا همغږۍ په موخه جوړېږي، چي ورته ناستي به په راتلونکي کي هم دوام ولري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۶:۱
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معینیت د اړوندو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وسوه!

د زمري ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د ریاستونو ترمنځ د (۱۴۰۴) کال د همغږۍ پنځمه ناسته د یاد معینیت د غونډو په تالار کي وسوه.
په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۰:۵۵
Background image

د هیواد په شپږو ګمرکونو کي امنیتي کېمرې نصب او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې!


د زمري ۱۸مه، ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تورخم، ډنډپټان، خوست، غلام خان بندر، د نیمروز ولایت بندر والي او د ګمرکونو لوی ریاست د لابراتوار په څانګه کي (۲۱۵). . .

BACK TO NEWS