د ګمرکونو لوی ریاست نوی ټاکل سوی رئیس اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل سو!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۶:۸
.............

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ، مولوي محمد حامد احمد د ګمرکونو لوی رئیس په توګه او حافظ حضرت علي صالح د یاد ریاست د قانون تنفیذ او اطاعت پذیرۍ د رئیس په توګه، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپېژندل سول.
په همدې تړاو جوړه سوې غونډه کي د ګمرکونو او عوایدو معین، له مسؤلینو وغوښتل، چي خپل مسؤلیتونو په ښه ډول ترسره کړي، ولس ته اسانتیاوي رامنځته او د هغوي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړي.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست نوی ټاکل سوی رئیس له دې وړاندي د کندهار، هرات او ننګرهار ګمرکونو د رئیس په توګه دندې ترسره کړي او په ګمرکي چارو کي د پوره کاري تجربې څخه برخمن دئ، چي ورسره به د یاد ریاست په چارو کي لا ډېر پرمختګونه رامنځته سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په. . .

BACK TO NEWS