د ۱۳۹۸ کال ټاکنو ترسره کېدو د همغږۍ دویمه ناسته وشوه
د مالیې وزارت مالي مرستیال او سرپرست ښاغلي زاهد همدرد، په مشرۍ د ۱۳۹۸ کال ټاکنو ترسره کېدو د همغږۍ دویمه ناسته د وري میاشتې په ۲۸ مه نېټه، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس ښاغلي عبدالرحمن ننګ، او د شکایتونو خپلواک کمېسیون د مرستیال په ګډون تر سره شوه.
په دې ناسته کې د ټاکنو تر سره کېدو په بودیجې او عملیاتي لګښتونو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت مالي مرستیال، د سراسري رڼو ټاکنو ترسره کېدو لپاره د بودیجې د تنظیم ژمنه ورکړه او همدا شان د ټاکنو خپلواکو کمېسیونونو هم د سراسري رڼو ټاکنو تر سره کېدو لپاره هر اړخیزه ژمنه وکړه.
