د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د کابل خلکو د اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه جوړه شوه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۱۶:۳۱
بودجه

د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د کابل خلکو د اړتیاوو شاملو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي غونډه نن د چنګاښ میاشتې په ۱۹ مه نېټه په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، د کابل والي ښاغلي یعقوب حیدري، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، د ولایتي شورا وکیلانو او د کابل ولایت خلکو ګډون کړې وو چې اصلي موخه یې د روڼتیا او حساب ورکولو په موخه د سیمه اییزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته د رسیدو، د خدمتونو په وړاندې کولو کې ښه والی، ښې حکومتولۍ ته په رسیدوو او په ټول هیواد کې په اغیزمنه او متوازنه توګه د مالي سرچینو ځانګړي کول دي.

د کابل والي ښاغلي محمد یعقوب حیدري د دې غونډي د جوړیدو لپاره د مالیې وزارت له رهبرۍ څخه د مننې تر څنګ وویل: "هیله لرم چې په دې غونډه کې د کابل اړوندو ولسوالیو له اړینو موضوعاتو څخه یادونه وشي او د راتلوونکي کال د ملي بودیجې په سند کې د کابل ولایت د خلکو اساسي اړتیاوې په نظر کې ونیول شي." نوموړي وویل چې له خلکو سره مشورې په ملي بودیجه کې د روڼتیا او توازن راوستلو سبب ګرځي او د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو ګډون د بودیجې اغیزمنتیا زیاتوي.

بودجه

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، له ګډونوالو څخه د مننې تر څنګ وویل: "د دې ډول غونډې له ترسره کېدو زموږ موخه داده چې د ملي بودیجې په سند کې د خلکو اصلي ستونزې او اړتیاوې په نظر کې ونیسو. د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو فعاله ګډون ریښتینې اړتیاوې او لومړیتوبونه تشخیصوي او د ملي بودیجې مثمریت او مؤثریت د پام وړ زیاتوي."

همدا شان په دې پروګرام کې  ګډونوالو ته د مالیې وزارت تخنیکي کارکوونکو ټولیز او هر اړخیز پریزینټېشن وړاندي کړ او د یادې ناستې په څنډو کې څو کاري ډلې جوړې او په اړوندو پنلونو کې یې ګډون وکړ.

بودجه

د یادونې وړده، چې د دې پالیسي اساسي موخه د سېمه ایزو ادارو د پیاوړتیا او د بودیجې جوړولو او د ملي پلانونو جوړولو په برخه کې د دوی ور ګډولو له لارې د مالي سیستم مرکزیت کمول دي چې دا کړنه د بودیجې جوړولو په پروسه کې د خلکو ګډون ته لاره هواروي او په پای کې سېمه ایزو واقعي لومړیتوبونو په ټاکلو، د پلان جوړولو په سیستم او د بودیجې په اجراء باندې مثبته اغیزه لري چې یاد عوامل په سېمه ایزه کچه د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۵۰
Background image

د کندهار او غزني د مستوفیتونو او د بلخ او کندهار د ګمرکونو کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول

د وري ۱۰مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د (١٤٠٥) هـ.ل کال د تدریسي پلان له مخي د کندهار او غزني مستوفیتونو او همدارنګه د کندهار او بلخ ګمرکونو کارکوونکو ته په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي اوومه ناسته وسوه

د وري ۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د اداري چارو، ګمرکونو او عوایدو او پالیسۍ معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان کال (۱۴۴۷/۱۰/۱۰)نېټه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

BACK TO NEWS