د ۱۴۰۰مالي کال ملي بودیجې په طرحه کې د بامیانو ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته وشوه
د ۱۴۰۰مالي کال ملي بودیجې په طرحه کې د بامیانو ولایت د خلکو اړتیا وو شاملولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته د بامیانو ولایت په غلغله هوټل کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت استازي، د بامیانو د والي مرستیال، د ولایتي شورای استازو، ولسوالانو، د سکټوري ادارو رئیسانو، علماوو شورای، رسنیو، مدني ټولنو، د پراختیایي شوراګانو استازو او د یاد ولایت یو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.
د بامیانو د والي مرستیال ښاغلي عتیق الله عتیق، د دې ناستې په اړه وویل، د خوښۍ ځای دی، چې د بامیانو ولایت د خلکو اړتیاوې د ملي بودیجې په طرحه کې ځای پرځای کېږي او موږ د دې شاهدان یو چې د بامیانو ولایت مشخصه ونډه په پام کې نیول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، د خلکو د ور شاملولو په موخه موږ د مالیې وزارت له نوښت څخه مننه کوو او دا یو نېک ګام دی، چې له دې لارې خلک په مستقیمه توګه د حکومت له استازو سره کېنې او خپل لومړیتوبونه او اړتیاوې ورسره شریکوي او همدارنګه حکومت یې د مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره د ملي بودیجې په طرحه کې شاملوي.
د مالیې وزارت استازي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې په پراختیایي چارو کې د بودیجې همغږي کوونکي کمېټه له وړاندي جوړه شوې وه او د خلکو له مختلفو اقشارو د معلوماتو په ترلاسه کولو ناسته نن ورځ ترسره شوه ترڅو د خلکو اړتیاوې راټولې کړي. همدارنګه پردې پرېکړه وشوه څو د شته واقعیتونو په رڼا کې د خلکو اړتیاوې مشخصې شي. هغه زیاته کړه، د روڼتیا او حساب ورکړ، متوازنې پراختیا ته د رسېدو، غوره خدمتونو وړاندې کولو، ښې حکومتولۍ ته د لاسرسي او په ټول هیواد کې د متوازنو او اغېزمنو مالي سرچینو ځانګړي کولو په موخه د سیمه ایزې حکومتولۍ پیاوړي کول د دولت له ستراتېژيکو موخو شمېرل کېږي.
د بامیانو ولایت مستوفي ښاغلي سید جواد حسیني؛ وویل، چې د ښې حکومتولۍ پیاوړي کېدل د افغانستان اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو څخه دي او د اغېزمنو خدمتونو وړاندې کول په دولت باندي د خلکو باور زیاتوي. هغه زیاته کړه، له حکومت سره د خلکو د مشورتي ناستې موخه داده، چې د خلکو اړتیاوې په ګوته او د ملي بودیجې په طرحه کې شاملي شي.
د ولایتي شورای مرستیال ښاغلي محمودي، د بامیانو ولایت د خلکو په استازيتوب له حکومت سره د خلکو د مشورتي ناستو ملاتړ وکړ او ویې ویل، چې د بامیانو خلک زیاتې ستونزې لري او هیله مو دا ده، چې چارواکې په دې برخه کې پاملرنه او همکاري وکړي.
د بامیانو د علماوو شورای په استازیتوب ښاغلي حاجي سجاد، د دې پروګرام درناوی وکړ او ویې ویل، چې په مناسبو ځایونو کې د ملي بودیجې لګښت د ټولنې او هیواد په ګټه ده او په دې لاره کې د مالیې وزارت د دې ډول پروګرامونو په ترسره کولو سره د حکومت په نسبت د خلکو باور پیاوړی کوي.
همدان شان د مالیې وزارت د تخنیکي ډلې له لوري، په دې اړه پریزینټېشن هم وړاندي شو او ګډونوالو ته اړین معلومات ورکول شول څو خلک د پروژې د څرنګوالي په اړه معلومات ترلاسه کړي.د پریزینټېشن له وړاندي کولو وروسته هره ولسوالي پر یوه مېز سره راټول شول او هغه لومړیتوبونه چې ولسوالیو ته ورکړل کېدل، وټاکل.
د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته اړین معلومات ورکړل شول او د بامیانو ولایت د خلکو نظرونه، وړاندیزونه او اړتیاوې هم واورېدل شوې او د بودیجې عمومي ریاست د تخنیکي ټیم له لوري یې پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
