د ۳۴ ولایتونو مستوفیانو ته د رهبري او مسلکي کېدو روزنیز پروګرام ترسره سو

admin_mof
شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۵ - ۱۶:۳۱
خبر

د ۳۴ ولایتونو مستوفیانو ته د رهبري او مسلکي کېدو روزنیز پروګرام د ګمرکونو اکاډمۍ د احمدشاه دراني په تالار کي ترسره سو.

په دې پروګرام کي د د عوایدو عمومي رئیس معراج محمد معراج، د کورنۍ پلټنې عمومي رئیس عبداللطیف خالد، د ولایتونو د عوایدو د انسجام او پراختیا رئيس احمدشاه شاکر، د بشري سرچینو رئیس نعیم الدین عمر، د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس احمد ولي حقمل او د ۳۴ ولایتونو مستوفیانو ګډون کړی وو.

دغه پروګرام چي د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سو، د پیل په خبرو او پرانیستې وینا کې د مالیې وزارت د بشري سرچینو رئیس نعیم الدین عمر، ګډونوالو ته د ښه راغلاست او بشري سرچینو ریاست په تړاو د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ وویل، چي په دې پروګرم کي به لکه په عایداتو د مالیاتو قانون، د مالیاتي چارو ادارې قانون، د افغانستان د مالیاتو جوړښت، د مالیاتي ادارو د کړنلارو، د مالیاتو سیستم (سیګټاس)، له خزاینو سره د مستوفیتونو د کاري چارو همغږۍ، لګښتونو او مستوفیانو ته د رهبرۍ او مدیریت څرنګوالي په تړاو زده کړې ورکول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، دغه پروګرام د ولایتونو د مستوفیانو د ستونزو د له منځه وړلو او د دوی د وړتیا لوړولو او مسلکي کېدو په موخه ترسره کېږي. ځکه چي تخصصي او مسلکي کېدل د دې نظام او په ځانګړي توګه د مالیې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي. ښاغلي مستوفیان د مراتبو، اخلاقي او وظیفوي سلسلې په مراعتولو، کار او ژمنې سره کولای سي د هېواد د ملی عوایدو په لوړېدو کې جدي او ګټور ګامونه پورته کړي.

ورپسې د عوایدو عمومي رئيس معراج الدین معراج، د دې پروګرام د جوړېدو په تړاو وویل: زموږ اساسي موخې، سیستم جوړونه، په راڼه ډول د عوایدو راټولول، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول او د نظام پیاوړتیا ده. ځکه کولای سو چي په رڼه توګه د عوایدو راټولېدو او خلکو ته د معلوماتو په وړاندې کولو سره د لګښتونو د څرنګوالې په تړاو باور جوړونه وکړو.

دا شان د کورنۍ پلټنې عمومي رئیس انجینر عبداللطیف خالد، د ستونزو او خنډونو د یادولو ترڅنګ وویل: د دې سیمینارونو او پروګرامونو له وړاندې کولو موخه د کارکوونکو د وړتیا لوړول دي. نوی نظام امینو، صادقو، ژمنو او مسلکي کسانو ته اړتیالري. له دې کبله اړتیا ده چي خپله وړتیا لوړه کړو او په ښو خدمتونو وړاندې کولو سره د خلکو باور ترلاسه کړو. هغه زیاته کړه، کومو کسانو چي په مخکني نظام کي کار کړی، هغوی ټول مفسد نه دي بلکه امین، ژمن او مسلکي کسان پکې شتون لري چي کولای سو د هغوی له وړتیا او تجربو څخه ګټه واخلو.

په پای کې د ولایتونو د عوایدو د انسجام او پراختیا رئیس احمد شاه شاکر وویل، چي ډېره اړتیا لیدل کېږي، ترڅو د چارو د لا ښه پرمختګ لپاره یو ځای سره راټول سو او د یوبل له تجربو ګټه واخلو. دغه پروګرام دې ته لاره هواروي ترڅو په ټول افغانستان کې یو شان قوانین پلي شي.

خبر

هېره دي نه وي چي، دغه پروګرام به د یوې اوونۍ لپاره (د لړم له ۱۵مې تر۲۱مې پوري) دوام وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS