زمونږ تاریخچه

د احمد شاه بابا د سلطنت په دوره کې چې مالي چاروته زیات ارزښت ورکول کیده، د لومړي ځل له پاره په ۱۱۴۰ لمریز کال کې د دولت د نورو چارو اوتشکیلاتو ترڅنګ د یوې شعبې د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې د همایون اعلی په نامه (نننی مالیه وزارت) ورته ویل کېده

نور دلته ولولئ

د وزارت په هکله

ماليې وزارت د بودجې د جوړولو، پلې كولو، د مالياتو راټولولو، د ټولو دولتي لګښتونو او تادياتو اداره كولو او د ګمركي چارو د برابرولو مسؤوليت په غاړه لري. هر دولت ته په كار دي چې د خپلو عوايدو او لګښتونو د حالت څخه خبر وي ترڅو د دقيقو معلوماتو په پايله كې خپل مالي امكانات تنظيم او د هر څه له پاره په اغيزمنه توګه تخصيص وټاكي.
يو دولت هغه وخت بريالى ګڼل كېږي چې د بودجې د كمبود مخنيوى وكړي. ددې موخې د ترلاسه كولو له پاره بايد د عوايدو او لګښتونو تناسب په پام كې ونيسي او داسۍ ګامونه پورته كړي چې د عوايدو راټولول زيات كړي، د بې ځايه لګښتونو مخه ونيسي او هر څه په سمه توګه اداره كړي.
د افغانستان د بودجې زياته برخه د نړيوالو مرستو څخه ترلاسه كېږي. د ماليې وزارت دنده لري چې افغانستان ته د نړيوالو مالي مرستو راتګ تنظيم او همغږي كړي او مرسته كوونكي په دې قانع كړي چې ډيرې پيسې د افغانستان د بودجې له لارې مصرف كړي.

لرلید

یو مستحکم، با ثباته او د اقتصاد له درکه په پښو ولاړ افغانستان او د مالیې داسې وزارت چې حساب ورکوونکی وي او د خلکو اړتیاؤ ته ځواب وویل شي.

 

 

ماموریت

 په هیواد کې د مالي اصلاحاتو راوستل د علمي او نړیوالو سټندورنو په ړنا کې

هدف

د مالیې وزارت د افغانستان له مرکزي بانک سره په ګډه کار کوي چې د هېواد اقتصادي جوړښتونه په سمه توګه ورغاول شي. د مالیې وزارت دا مسؤولیت هم لري چې د مختلفو دندو په ترسره کولو سره د هېواد له پاره د ملي پراختیا مهم لومړیتوبونه په نخښه کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .