سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکو ته د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

admin_mof
اطلاعیه

د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکو ته، چي تر اوسه ئې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل رسمي استازي نه دي معرفي کړي، یو ځل بیا خبر ورکوي، چي ژر تر ژره خپل استازي د سوداګرۍ او پانګوني او د کانونو او صنعت خونو له لاري د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته معرفي کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم له مخي ټول شرکتونه مکلف دي، چي په ګمرکونو کي خپل توکي د رسمي استازي په مټ طی مراحل کړي. همداشان د دې حکم له مخي یو کس کولای سي، چي د درو شرکتونو استازیتوب وکړي.
یاد حکم اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د پلي کېدو وړ دئ او د سوداګریز شرکت او صنعتي فابریکو له رسمي استازي پرته بل چاته اجازه نه ورکول کېږي، چي ګمرکي طی مراحل تر سره کړي.
د یادوني وړ ده؛ هغه سوداګریز شرکتونه او صنعتي فابریکې، چي تر اوسه ئې خپل رسمي استازي نه دي معرفي کړي، خپل غوښتنلیکونه دي په مرکز او ولایتونو کي د سوداګرۍ او پانګوني او د کانونو او صنعت خونو ته وسپاري، چي بیا یادي خوني د دوی غوښتنلیکونه د نورو اجراآتو لپاره د رسمي مکتوب له لاري د ګمرکونو لوی ریاست او یا هم ولایتي ګمرکونو ته استوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۴:۵۴
Background image

سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکو ته د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو او صنعتي فابریکو ته، چي تر اوسه ئې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۸
Background image

بستونو ته د شارټ ليسټ سوو متقاضیانو په تړاو د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت خبرتیا!

د مالیې وزارت اړوند د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت څه موده وړاندي (۱۳۳) بېلابېل بستونه د سایټونو او ټولنیزو شبکو له لاري د مسلکي او مجربو

وروستي اعلانونه

Back to announcements