مالیې وزارت سرپرست د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له رئیس سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له رئیس نجیب الله شینواري، سره د مالیې په وزارت کې په یو شمېر مسایلو خبرې او بحث وکړ.
په دې لیدنه کې چې د دغه ریاست دوو مرستیالانو هم حضور درلود، دواړو لوریو د پلازمېنې زون پراختیا ادارې د روانو پروژو په بهیر، په راتلونکي کې د دې ریاست په پروګرامونو او پلانونو، شته ستونزو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو هر اړخیزې خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست، له دوی سره ژمنه وکړه، چې یادو موضوعاتو ته به د هېواد نافذه قوانینو او مالي امکاناتو ته په کتو سره رسېدنه کوي.
د ناستې په پای کې د ذکر شویو موضوعاتو په تړاو اړینې پرېکړې وشوې.
