مالیې وزارت نویو ګمارل سویو کارکوونکو ته د دویم پړاو درې ورځنې روزنیز پروګرام پای ته رسېدو بری لیکونه ورکړل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۱:۲۰
خبر

د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري، د یاد وزارت په خیبرصالون کې نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته په بېلابېلو اداري برخو کې د دویم پړاو درې ورځني روزنیز پروګرام پای ته رسېدو بری لیکونه ورکړل.

په دغه درې ورځني روزنیز پروګرام کې چې د بشري سرچینو ریاست  له لورې یې د وړتیا لوړونې پروګرام پرمخ وړل کېده او د مالیې وزارت د اړوندو ادارو یو شمېر نویو ګمارل سویو کارکوونکو ګډون پکې کړی وو، په بریالۍ توګه پای ته ورسېده.

خبر

د بشري سرچینو ریاست مسؤلینو نویو ګمارل سویو کارکوونکو ته د یاد پروګرام د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې تاسو د هیواد او خلکو پر وړاندې مسؤل یاست او تاسو ته د خدمت کولو دروند مسؤلیت در پر غاړه سوی دئ. تاسو به له خپلې وړتیا او دغه دریو ورځو زده کړو عظمي ګټه اخلئ، او د یوې مسلکي او کاري ادارې چې غوره خدمتونه وړاندې کړي کار وکړئ.

خبر

د یادونې وړده، چې یاد روزنیز پروګرام درې ورځې ( د سلواغې له ۳۰ مې د کب تر ۲ مې نېټې پورې) دوام درلود او دغه لړۍ به په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي تاریخ تېر خوراکي توکي وسوځول سول!

د لړم۲۲مه۱۴۰۴هـ.ل
د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي له ولایتي ادارو سره په همغږۍ (۲۱،۴) ټنه تاریخ تېر خوراکي توکي، چي د یاد ګمرک په هنګرونو کي ئې شتون درلود د اړوندو ادارو د با. . .

BACK TO NEWS