مرکزي سېلو له شلو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د خپلو فعالیتونو لومړنی بیلانس وړاندي کړ
د مرکزي سېلو دولتي شرکت له (شلو) کلونو وروسته، د لومړي ځل لپاره د خپلو فعالیتونو لومړنی بیلانس د مدیره پلاوي په غونډه کي، چي د دولتي شرکتونو د لوی ریاست په تالار کي جوړه سوې وه، وړاندې کړ.
په دې غونډه کي د مرکزي سېلو دولتي شرکت د مدیره پلاوي غړو، د مرکزي سېلو دولتي شرکت د بیلانس د دفاعیې له اورېدو وروسته د دغه شرکت د (۱۴۰۱) مالي کال د فعالیتونو لومړنی بيلانس تائید کړ او د شرکت مسئولینو ته ئې هدایت وکړ، چي په اړونده برخه کي اصولي اجراآت وکړي.
د یادولو وړ ده، چي د مرکزي سېلو دولتي شرکت له (۱۳۸۲) کال راپدېخوا د خپلي ګټي او تاوان بیلانس نه وو وړاندي کړی، نو له همدې امله په دې موده کي د شرکت مالي وضعیت څرګند او مشخص نه وو. په هيواد کي له وروستیو تحولاتو وروسته او د مالیې وزارت د رهبرۍ د همکارۍ او هدایاتو په پایله کي د لومړي ځل لپاره د دولتي شرکت مالي وضعیت د (۱۴۰۱) مالي کال له پیله ټاکل سوی او دغه شرکت د پایداري مالي ودي لپاره پر خپلي اصلي لاري روان سوی دئ.
همدا شان باید ووایو، چي د مرکزي سېلو دولتي شرکت له (دېرش کلن) ځنډ وروسته خپل فعالیت بیا پیل کړی او اوس مهال د غنمو د پروسس او وېش، د بېلابېلو ډولونو ډوډیو او د اوړو د تولید په برخه کي خپل فعالیت ته دوام ورکوي.
