نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک له افغانستان سره د کرونا ویروس په مخنیوي کې مالي او تخنیکي مرسته کوي

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د کرونا ویروس زیات خپروېدو د مخنیوي په موخه د کب میاشتې په ۱۸ مه نېټه په مالیې وزارت کې ناسته وشوه.
په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت مرستیال، د افغانستان لپاره د نړیوال بانک او اسیا پراختیايي بانک رئیسانو او د افغانستان طبي شورای رئیسې ګډون کړې و، لومړی د عامې روغتیا مرستیال د کرونا ویروس په اړه راپور او لومړني معلومات، په دې ویروس د اخته کسانو پېژندنه او د لوېدیځو پولو د کنټرول په تړاو ناستې ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت په لاس کې د شته امکاناتو په لرلو سره اړین ګامونه پورته کړي دي او په پولو او همداشان د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې مسؤل کسان ګمارل شوي دي، هغه وګړي چې له بهره افغانستان ته راځي ازمایښت او کنټرولېږي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وویل، چې په کابل او هرات کې د تشخیص چمتووالی نیول شوی دی او د عامې روغتیا وزارت په ډیری ولایتونو کې یو ۲۰ بستریز مرکزونه چمتو کړي.
د مالیې وزارت سرپرست په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې په ایران کې د کرونا ویروس زیاتېدل د اندېښنې وړ دي او په ویروس د ککړو افغانانو په سلنه چې له دې هیواده افغانستان ته راځي تمرکز وشي. همدا شان هغه هیوادوال چې له ایرانه افغانستان ته راځي له ښاره په لیرې سیمه کې قرنطین شي، چې په دې ویروس ککړتیا او نه ککړتیا ثابته شي.
نړیوال بانک ژمنه وکړه، چې دا بانک به په شته روغتیایي تجربو چې په ډېری هیوادونو کې یې لري، له افغانستان سره په مالي، تخنیکي او وړتیا لوړولو برخو کې مرسته وکړي.
همدا شان د اسیا پراختیايي بانک ژمنه وکړه، چې هغوی هم له افغانستان سره د عامه پوهاوي په برخه کې مالي او تخنیکي مرستې ته چمتو دي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې له شته مالي امکاناتو ته په کتو د اړتیا په صورت کې بودیجوي امکاناتو چمتو کولو ته تیار یو.

خبر

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د عامې روغتیا وزارت دي له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د دې وزارت د اړتیا وړ بستې د مالي ملاتړ په موخه نړیوال بانک او اسیا پراختیایي بانک ته وړاندې کړي. همدا شان د عامې روغتیا وزارت دي خلکو ته د ولسوالیو شوراګانو، ولایتي شوراګانو، د جوماتونو ملا امامانو، ټولنیزو رسنیو، تلویزیونو او راډیوګانو له لارې خبرداری ورکړي. د ناستې په پای کې ټینګار وشو، چې د یادو مواردو د تعقیب په موخه را روانه اوونۍ بله ناسته ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۴ - ۱۰:۳۷
Background image

د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته وشوه

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، په مشرۍ، د اسیا پراختیایي بانک د پراختیایي پروژو د ارزونې په موخه ناسته چې د مالیې وزارت د پالیسۍ

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د مالیې وزارت سرپرست په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، نن په خپل کاري دفتر کې په پارلماني چارو کې د دولت له وزیر ګل بادشاه مجیدي سره وکتل.

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۸:۵۷
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته ترسره شوه

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي ناسته نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده په مشرۍ د دغه وزارت په خیبرهال کې ترسره شوه.

BACK TO NEWS