پروسږ کال د څه باندي (۵۲) زره ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخه نیول سوې ده!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۵ - ۱۵:۱۷
..............


د وري ۵مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د اسانتیاوو پر رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه سوې او د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د ګرځنده څارني قطعاتو له لوري د قاچاقي توکو د لېږد را لېږد په کلکه مخنیوی سوی دئ.
پرهمدې بنسټ، د مالیې وزارت د ګرځنده څارني ځیرکو کارکوونکو پروسږ (۱۴۰۳هـ.ل) کال کي د هیواد د بېلابېلو ګمرکونو په اړوندو سیمو کي (۵۲) زره (۲۹۲) ټنه قاچاقي توکي تعقیب، کشف او نیولي دي.
په نیول سویو قاچاقي توکو کي طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي او غیر خوراکي او داسي نور توکي شامل ول، چي په قاچاقي ډول په پټو لارو له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل، نیول سوي او په پېښه کي تورن کسان هم مهاله اړوندو پلټونکو ارګانونو ته ورپېژندل سوي دي.
همدارنګه یادو کارکوونکو د هیواد په بېلابېلو سیمو کي (۵۹،۳) ټنه صادراتي قاچاقي توکي لکه زړه اوسپنه، د انسان د سر وېښتان او داسي نور هم نیولي دي.
د یادوني وړده، چي د ګمرکونو د ګرځنده څارني امنیتي او پلټونکي ټیمونه د پروسږکال په څېر خپلي دندي او د هیواد د اقتصادي وضعیت پیاوړي کولو ته سږ کال هم ژمن دي او دوی به په خپل ټول توان د بې قانونیو مخه نیسي او د توکو د قاچاق په مخنیوي که به پوره هڅه کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۲۷
Background image

د اداري معینیت د رهبرۍ ناسته کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې

د زمري۱۴مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په (۱۴۴۸) هـ.ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ لومړۍ ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۵:۴۹
Background image

د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره دایر شوی روزنیز پروګرام پای ته ورسېد

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست له لوري د دفاع وزارت د سرمفتشیت کارکوونکو لپاره د پلټنې په تړاو یو میاشتنی تخصصي روزنیز پروګرام په بریالیتوب پای ته ورسېد.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۱۶
Background image

د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ هیئت نهمه ناسته وشوه

د زمري۱۳مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ د عوایدو د تخنیکي مرستیال، د مستوفیتونو چارو مرستیال او د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون د. . .

BACK TO NEWS