پر لومړنیو سوداګریزو توکو ټیت محصول د هيواد عواید لوړ او په بازارونو کي بیي ټیټي کړي دي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۱۴:۱۱
خبر

هيواد ته د اسلامي امارت له بيا راتګ سره سم د عوایدو راټولېدو او د هغوئ مدیریت ته لومړیتوب ورکړل سو، سوداګرو ته د اسانتیاوو او د ټولني د باثباته ساتلو لپاره پر اصلاحي او مدیریتي لارو چارو غور وسو، چي له مخي يې لومړني خوراکي توکي لکه اوړه، غوړي او بوره چي په هيواد کي یې تر بل هرڅه لګښت او واردات زیات دي، په بازارونو کي یې د بیو د کمښت په موخه پر ټیټ محصول پرېکړه وسول.

 مخکي د یو ټن اوړو لپاره (۳۰۹۵) افغانۍ محصول ټاکل کېده اوس دغه محصول (۱۰۰۰) افغانیو ته راښکته سوی چي د تېر په پرتله ( ۶۷.۷) سلنه کموالی ښیي. ترڅنګ یې د یو ټن غوړیو لپاره (۵۸۸۵) افغانۍ محصول تعین سوی وو او اوس د یوه ټن غوړیو لپاره (۲۰۱۲) افغانۍ ګمرکي محصول ټاکل سوی چي (۸.۶۵) سلنه کموالی ښیي. دغه راز د یوه ټن بورې لپاره (۳۴۸۳) افغانۍ ګمرکي محصول ورکول کېده، چي اوس د یوه ټن بورې لپاره (۱۵۴۸) افغانۍ محصول ټاکل سوی چي ( ۶.۵۵) سلنه کموالی ښیي.

ددې ترڅنګ بل تر ټولو زیات مصرف کېدونکي مواد هيواد ته را واریدېدونکي درمل دي، چي مخکي یې تر (۲۰) زرو زیات کوډونه لرل او فساد ته یې هم اسانه لاره پرانیستې وه، اوس له نوي پاليسۍ سره سم درملو ته  یو  کوډ جوړ سوی چي هيواد ته را واریدول یې اسانه سوي، د قاچاق مخنیوی يې سوی او په دې تړاو د خوړو او درملو له ملي ادارې سره بشپړه همغږي هم روانه ده.

له دې ټولو ستونزو سره سره تر ډېره جنسونو ته هم بدلون ورکول کېدی (لکه بادام، کاجو، انرژي باب، سیګرېټ، مبائیل، پي وي سي او داسي نور) په داسي حال کي چي اوس ملي سوداګر هڅېدلي تر څو د جنس له بدلون پرته د یادو توکو محصول په خپله خوښه او قانوني بڼه حکومت ته تاديه کړي.

دغو اقداماتو نه یوازي د قاچاق او جنس د بدلون مخنیوی کړی، بلکي د هيواد د ملي عوایدو پر ښه راټولېدو او زیاتېدو یې هم مثبت اغېز پرې ايښی. د بېلګي په توګه د وږي یا سنبلې میاشتي له پيل څخه بيا ددې مياشتي تر( ۲۶م ) ورځي پوري ( 1.07) میلیارډه افغانۍ ګمرکي عواید راټول سوي وو، خو د تلي یا مېزان میاشتي له پيل څخه بيا دهمدې مياشتي تر(  ۲۶م ) ورځي پوري را ټول سوي عواید ( 4.6) میلیارډه افغانیو ته لوړ سوي چي (3.5) میلیارډه افغانۍ زیاتوالی پکښي ښکاري.

د نوي اسلامي نظام او حکومت د اقتصادي او مالي چارو کمېسیون، په خپل ټول توان تر را روان ژمي پوري د لومړنیو خوراکي توکو، روغنیاتو، سون توکو او درملو د کیفیت او قانوني را واريدولو ته ژمن دی او په دې برخه کي د هيوادوالو د هوسایني په برخه کي په پوره جدیت کار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۶ - ۲۲:۹
Background image

د ګمرک نړیوالې ورځې په مناسبت د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس د مبارکۍ پیغام

د سلواغې ۶مه چې د ګمرک نړیوالې ورځې سره برابره ده، خپلو ټولو مرکزي او ولایتي همکارانو ته د یادې ورځې مبارکي وایم،

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۲۲:۲۱
Background image

د (افغانستان د اقتصاد کنفرانس/نوی پیل) تر عنوان لاندې د افغانستان لومړنی اقتصادي کنفرانس ترسره

د(افغانستان د اقتصاد کنفرانس/نوی پیل) تر عنوان لاندې د افغانستان لومړنی اقتصادي کنفرانس تېره ورځ

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۳۰ - ۱۱:۳۷
Background image

مطبوعاتي اعلامیه

د (افغانستان د اقتصاد کنفرانس: نوی پیل) په نامه یو ورځنی کنفرانس د مالیې وزارت په ابتکار د ۲۰۲۲ کال جنوري میاشت په ۱۹مه

BACK TO NEWS