پنجشیر ولایت په لومړي ځل د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلول شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۳:۲۸
خبر

له پروان ولایت څخه پنجشیر ولایت ته د برېښنا مزي پروژه، چې ټرانسمیشن مزی، ټرانسفرمر او د وېش شبکه پکې شامل دي د لېندۍ میاشتې په ۲۸ مه نېټه د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلول شو.

د دې پروژې ټولیزه وړتیا لس مېګاواټه ده، چې له بشپړېدو او ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو سره به یې لس زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ برخمنې شي.

د دې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، دولتي چارواکو، پنجشیر والي، د ملي شورای یو شمېر غړو، د افغانستان برېښنا شرکت د مشرتابه پلاوي او د پنجشیر ولایت خلکو ګډون درلود.

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د پنجشیر خلکو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل:" د افغانستان حکومت عملي اقدامات تر لاس لاندي نیولي دي، چې د هیواد نهه ګونې جزیرې د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلوي او د برېښنا انرژي په متوازنه بڼه او کم لګښت په ټول هیواد کې ووېشي. نوموړي زیاته کړه:" له نېکمرغه د خپلو عملي اقداماتو په سلسله د تېرو میاشتو په اوږدو کې بریالي شوو، چې د افغانستان شپږ ولایتونه د برېښنا له ملي شبکې سره ونښلوو. پنجشیر اووم ولایت دی، چې د یوه کال په اوږدو کې د برېښنا له سراسري شبکې سره نښلول کېږي."

خبر

د دې پروژې ټولیز قیمت ۱۶۶ میلیونه افغانۍ دی، چې د افغانستان حکومت له لوري د شپږو میاشتو په موده کې تمویل او پلي کېږي. یاده پروژه به په لومړي فاز کې ۴۰۰۰ کورنۍ د پنجشیر ولایت په مرکز او دویم فاز کې ۶۰۰۰ کورنۍ د عنابه، رخ وشتل ولسوالیو کې تر خپل پوښښ لاندي راولي او د هغوی لاسرسی به د برېښنا انرژۍ ته مساعد کړي.

خبر

د یادولو ده، چې له دې وړاندي د پنجشیر ولایت یوازي اوو دولتي ادارو د بادي برېښنا سرچینو له انرژۍ ګټه اخیسته، چې لګښت یې فی کیلو واټ ۳۰ افغانۍ وو. د برېښنا له ملي شبکې سره د دې ولایت نښلول به د ۲ تر ۱۲ افغانیو فی  کیلو واټ لګښت ته راښکته شي. همدا شان د برېښنا له ملي شبکې سره د دې ولایت نښلېدل به د سیمې د خلکو د اقتصادي ودې، کرنې پراختیا او صنعتي اسانتیاوو سبب شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د عوایدو لوی ریاست مسئولینو له مستوفیتونو سره انلاین ناسته وکړه

د غبرګولي ۳۱مه۱۴۰۵ هـ.ل

د عوایدو لوی ریاست د چارو د لا ښې همغږۍ، یوشانوالي او اغېزمنتیا په موخه د عوایدو د عملیاتي مرستیال په مشرۍ له ټولو مستوفیتونو سره آنلاین ناسته وکړه.
په دې ناسته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۴۲
Background image
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د کورنیو او نړیوالو مؤسسو له مسئولینو او استازو سره ناسته وکړه

د غبرګولي۳۱مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ او د عوایدو عملیاتي مرستیال، د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست استازو او د لسګونو داخلي او نړیوالو. . .

BACK TO NEWS