په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۴۶
............

د لړم ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یوه اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته ئې په قاچاقي ډول افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۱۱۴۷) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۹۴۰) کیلو ګرامه اچار، (۹۲۲۵) کیلو ګرامه خرما، (۷۷۵) کیلو ګرامه وچي شیدې، (۲۶۶) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۱۰۰) دانې چارجي قیلونونه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل سوي دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارنه کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۷
Background image

د کورنۍ پلټني لوی رئیس د هیواد لوېدیځو ولایتونو ته سفر وکړ

د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی رئيس الحاج ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ پلاوي د چارو د هر اړخیزي ارزوني په موخه د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو سره د اصلاحي موضوعات په تړاو ناسته وسوه

د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۴هـ.ل

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د دعوت او ارشاد د چارو سمون لوی ریاست د ۵۷۹/۳۶۹ ګڼي او (۱۴۴۷/۷/۲۰) نېټې رسمي مکتوب او شفاهي هدایت او. . .

BACK TO NEWS