په جلال اباد ښار کي د زاړه ګمرک اړوند (۵۶۰۰) متره مربع ځمکه د سوداګریز مارکېټ د جوړولو په موخه په قرارداد ورکول کېږي!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۳ - ۱۴:۳۲
..............

 

د مالیې وزارت له لوري د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کي د زاړه ګمرک اړوند (۵۶۰۰) متره مربع ځمکه د سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو لپاره، خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکول کېږي.
د صلاح الدین ایوبي په نوم د دغه جوړېدونکي سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د قرارداد او داوطلبۍ د څرنګوالي، د شرطپاڼي د اصولو او شرایطو او د غوښتونکو شرکتونو د معیارونو په تړاو د مالیې وزارت د مسؤلینو او یو شمېر خصوصي رغنیزو شرکتونو د استازو ترمنځ غونډه ترسره سوه.
په دې غونډه کي د مالیې وزارت د عامه پانګوني او زېربنا لوی ریاست او د دولتي املاکو لوی ریاست تخنیکي کارکونکو د خصوصي رغنیزو شرکتونو راغلو مسؤلینو ته د یاد قرارداد د ترلاسه کولو ټول اړین شرایط او مقررات په بشپړ ډول بیان کړل، چي پر بنسټ به ئې رغنیز شرکتونه خپلي طرحي ترتیبوي او له مالیې وزارت سره به ئې شریکوي.
په دې غونډه کي د قرارداد اړوند د رغنیزو شرکتونو د مسؤلینو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکول سول.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت اړوند د یادي ځمکي ټولیز مساحت (۳،۵) جریبه دئ، چي (۲۰۰۰) متره مربع ئې د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ له ماسټر پلان سره سم، عام المنفعه سیمي ته ځانګړی سوې ده او (۵۶۰۰) متره مربع ځمکه د صلاح الدین ایوبي سوداګریز او هستوګنیز مارکېټ د جوړولو په موخه په قرارداد ورکول کېږي، چي (۶۰٪) سلنه ئې د سوداګریز مارکېټ او (۴۰٪) سلنه برخه ئې د شنې ساحې لپاره ځانګړي سوې ده.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۲۶
Background image

د هیواد له لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو سره انلاین ناسته وسوه!

د لړم ۱۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مستوفیتونو چارو د مرستیال په مشرۍ او د دې ریاست د یو شمېر رئیسانو په ګډون د هیواد د لومړۍ او دوهمه درجه مستوفیتونو له مسؤلینو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

BACK TO NEWS