په هیواد کې د مالیې ورکړې فرهنګ دودولو په موخه د مالیاتي اوونۍ پیل
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د مرغومې میاشتې په ۲۵ مه نېټه په هیواد کې د مالیې ورکړې فرهنګ دودولو په موخه مالیاتي اوونۍ د کابل په بادام باغ کې پرانیسته.
په دې مراسمو کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ، کلیو بیارغونې او پراختیا وزیرانو د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، مستوفیانو او عوایدي امرینو، د دولتي ادارو مختلفو استازو، د خصوصي سکټور استازو، د اتحادیو مسؤلینو او ګڼ شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، له ګډونوالو د مننې ترڅنګ د پرانیستنې په وینا کې وویل:" د مالیه ورکوونکو پیاوړتیا او په مرکز او ولایتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کول د مالیې وزارت اساسي او لومړیتوب لرونکي دنده، ده چې په ټول هیواد کې د مالیاتي چارو اصلاح او عوایدو غوره انسجام لپاره ترسره کېږي او اړینه ده څو د هیواد په مالیاتي سیستم کې مالیه ورکوونکو ته د منظمو عامه پوهاوي پروګرامونو او اطلاع رسونې سیمینارونو له لارې په وخت پوهاوی ورکړل شي." نوموړي زیاته کړه، د مالیه ورکوونکو عامه پوهاوي او زده کړي مالیه ورکوونکي پیاوړي کوي او د دې سبب کیږي چې په خپل وخت سره مالیه ورکړي او د مالیې د ورکړې په ارزښت خلک پوه کړي هغه له خلکو وغوښتل، چې د مالیې ورکړې دود په برخه کې له مالیې وزارت سره مرسته وکړي.
د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني وویل:" د ملي عوایدو را ټولول او مالیه ورکړه اوس عصري شوې ده. په وخت د مالیې ورکړه د مالیې فرهنګ او د مالیه ورکوونکو لېوالتیا د هر وګړي مسؤلیت دی. دا مالیات دي چې د هیوادونو د اقتصادي خپلواکۍ سبب ګرځي او د کارموندنې او اقتصادي ودې باعث ګرځي. نوموړي له ټولو مالیه ورکوونکو وغوښتل، چې خپلې مالیې دي نه ضایع کوي او هغه دي په وخت او ټاکلې موده دولت ته تسلیم کړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلي مجیب الرحمن کریمي، وویل:" افغانستان یو له هغو هیوادونو دی، چې د مرستندویانو مالي سرچینو ته په تمه دی، له همدې کبله مالیه د پراختیا موندونکو هیوادونو د ودې اساسي عامل دی. په همدې اساس اړتیا ده، چې زموږ خلک د یوه باثباته او په ځان بسیا افغانستان لپاره خپله مالیه په ټاکلي وخت ورکړي.
د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند او د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې اغلې منېژې احمدي، هم په خپل وار سره ګډونوالو ته له حکومت سره د خصوصي سکټور د اهمیت او موخو په تړاو معلومات ور کړل.
د مالیاتو اوونۍ نن ورځ د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري له بېلابېلو پروګرامونو (وشوو، توره وهنه او غشي ویشتنه)، د موسیقۍ پروګرام او بوختوونکو لوبو سره د درېیو ورځو (د مرغومې له ۲۵ مې تر ۲۷ پورې) پرانیسته او پیل شوه. همداشان د اړوندو مسؤلینو له لوري به د مالیاتو په اړه د خلکو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکول کیږي.
همدا شان د مالیاتو اوونۍ چې په ټول هیواد کې پارنیستل شوه، ټاکل شوې ده، چې د مالیاتي اوونۍ په اوږدو کې د مالیې ورکړې فرهنګ دودولو او عامه پوهاوي په په هدف تبلیغي پروګرامونه د شتمنۍ اوونیزې، ټولنیزو شبکو، راډیوګانو، ملي او خصوصي تلویزیونو له لارې په ټول هیواد کې خپاره شي.
د یادونې وړ ده، چې د مالیاتو اوونۍ له نمانځلو او پرانیستو موخه د مالیه ورکوونکو د عامه پوهاوي وړتیا لوړول، د مالیاتي کلتور پیاوړي کول، د عامه پوهاوي کچه لوړول، د داوطلبانه مننې کچه لوړول، د مالیې سنجونې په لاره کې د مالیه ورکوونکو پیاوړي کول، د مالیه ورکوونکو د مکلفیتونو په تړاو د هغوی پیاوړي کول او مالیه ورکوونکو ته په وخت سره د خدمتونو وړاندي کول دي، څو له یوه اړخه د مالیاتي جریمو مخنیوی وشي او له بل پلوه ملي عواید په ښه توګه راټول شي.