په کندهار کي د نا محصوله توکو د واردولو مخنیوی وسو 

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۲۸ - ۹:۳۱
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او تنفیذي قطعې د کندهار ګمرک امنیتي مفرزې ځواکونو د یو لړ عملیاتو په پایله کي ۶ عرادې  مختلف النوع وسائطو کي چي (۲۰۰ بورۍ نخود ، ۲۹۰ کارتنه شیدې، ۲۰۰ بنډله خالي کارتن، ۸۰ بورۍ د بوټو تلي، (۵۰) دېرش لېټره ډبې د رنګ تېزاب) پکښي بار وو او ګمرکي محصول یې نه وو تحویل کړی؛ هیواد ته د را اوښتو پرمهال نیولي.

دغه توکي له سپین بولدک ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته لېږدول کېدل، چي د ارغستان چېک پواینټ سیمه کي د ګمرکي پولیسو لخوا کشف او ونیول سول.

خبر

د یادوني وړ ده، چي هر هغه څه چي په ګمرکونو کي محصول نه سي د ګمرکونو د قانون له مخي قاچاق او غیر قانوني دي او د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني ځواکونه مکلف دي، چي هغوی ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS