په ګمرکونو کي د سوداګریزو توکو د شفافو پړاوونو تر سره کولو په تړاو د مالیې وزارت خبرتیا!

admin_mof
اطلاعیه

په دې وروستیو کي ځیني سوداګریز شرکتونه د خپل ورکړل سوي جواز پر ځای د کمېشنکار پر جواز په ګمرکونو کي د خپلو سوداګریزو توکو ګمرکي پړاوونه ترسره کوي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي، چي خپل سوداګریز توکي په خپل جواز ګمرک ته وارد او ګمرکي پړاوونه ئې د خپل رسمي استازي له لوري تر سره کړي. 

د ټولو سوداګریزو مالونو د پړاوونو تر سره کول چي په هر جواز وي، دا چي ټول حمایوي اسناد ئې د واردونکي شرکت په نوم دي؛ نو د قانون له مخي د هماغه شرکت په نوم پېژندل کېږي او هر ډول مسؤلیت ئې هم په همدې شرکت پوري اړه لري.

همدا شان د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو څخه، چي تر اوسه ئې خپل استازي د ګمرکونو لوی ریاست ته نه دي معرفي کړي غوښتنه کوي، تر څو د روژې مبارکي میاشتي تر پایه د خپلو سوداګریزو مالونو د ګمرکي پړاوونو لپاره خپل استازي په رسمي ډول د ګمرکونو لوی ریاست ته معرفي کړي. همدا شان له دې وروسته که چیري د شرکتونو رسمي استازي له ګمرکي اصولو څخه سرغړونه کوي، ټول مسؤلیت به ئې د معرفي سوي شرکت پر غاړه وي او د ګمرکونو لوی ریاست ته به هم شرکت ځواب ویونکی وي. 

د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پریکړي له مخي هر شخص په ګمرکونو کي له درېیو څخه د زیاتو شرکتونو استازیتوب نسي کولای.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

وروستي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

Back to announcements