د مالیې وزارت سرپرست په کابل کې د مصر عربي جمهوریت له سفیر سره په شمېر اقتصادي مسایلو خبرې وکړې

admin_mof
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۵:۲۹
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د وږې میاشتې په ۹ مه نېټه  د مصر عربي جمهوریت له سفیر ښاغلي هاني صالح مصطفی احمد، سره په مالیې وزارت کې وکتل.

په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست، سعودي عربستان ته د سفر له لاسته راوړنو یادونه وکړه او د دوه اړخیزه ژورو اړیکو د پراخېدو په موخه یې د صنعت او سوداګرۍ وزیر تر مشرۍ لاندي افغانستان ته د دې هیواد د لوړپوړي پلاوي له سفره خبر ورکړ.

په کابل کې د مصر سفیر، د مالیې وزارت ته وویل، چې هیواد یې د کورجوړونې او شنو خونو پروژې په ډېر ټیټ لګښت بریالۍ ترسره کړي دي، چې افغانستان هم کولی شي د کورجوړونې او شنو خونو د پروژو پلي کولو په برخه کې د مصر له تجربو ګټه واخلي.

همدا شان د مصر سفیر د مالیې وزارت سرپرست ته بلنه ورکړه، چې دې هیواد ته سفر وکړي او د کور جوړونې، شنو خونو او معلوماتي ټکنالوژۍ ښار ګوټې پروژې له نږدې وګوري، څو افغانستان وکولی شي د دې پروژو د پلي کولو څرنګوالې په برخه کې د مصر له همکاریو په ښه توګه برخمن شي.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، په کابل کې د مصر عربي جمهوریت له سفیر څخه د مننې ترڅنګ، د دوه اړخیزه مناسباتو په پراختیا او ټینګښت ټینګار وکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS