د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د هرات ولایت د خلکو د اړتیاوو ګډولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته ترسره شوه
د ۱۳۹۹ مالي کال په ملي بودیجه کې د هرات ولایت د خلکو د اړتیاوو ګډولو په موخه له دوی سره د حکومت مشورتي ناسته په هرات ولایت کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې د مالیې وزارت په استازولۍ د هرات ولایت مستوفي اغلې فایقې علي زاده، د هرات ولایت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر غلام داود هاشمي، د ولایتي شورای استازو، یو شمېر رئیسانو او د هرات ولایت مخورو ګډون کړی وو، هدف یې د رونټیا تامینولو او حساب ورکونې په موخه د سیمیه ایزې حکومتولۍ پیاوړتیا، متوازنې پراختیا ته رسېدل، غوره خدمتونو وړانديکول، ښې حکومتولۍ اوپه ټول هیواد کې اغېزمنې او متوازنې مالي سرچینې ته لاسرسی وو.
د هرات ولایت مستوفي اغلې فایقې علي زاده وویل: " زموږ ستراتېژيکه موخه په ټول هیواد کې د روڼتیا او حساب ورکونې په موخه د سیمه ایزې حکومتولۍ پیاوړيکول، متوازنې پراختیا ته رسېدل، غوره خدمتونه او د مالي سرچینو ځانګړي کول دي. د مالیې وزارت مشرتابه د بودیجې جوړونې په پروسه کې د خلکو د وړاندیزونو او نظرونو ګډولو لپاره لکه د ولایتې بودیجې جوړونې پالیسي په برخه کې ستر ګامونه پورته کړي دي، چې موخه یې د خلکو د ګډون له لارې د بودیجې او ملي پلان جوړونې په بهیر کې د پاملرنې زیاتول دي".
نوموړې زیاته کړه، د ملي بودیجې په سند کې د خلکو نظرونه شریکولو سره له دې چې د متوازنې بودیجې رامنځته کېدو سبب ګرځي، په ملي او سیمه ایزه کچه د غوره خدمتونو سبب هم کېږي.
د هرات ولایت مالي او اداري مرستیال ښاغلي ډاکټر غلام داود هاشمي وویل:" د ولایتي بودیجې جوړونې پروګرام د یوې رڼې او متوازنې بودیجې جوړونې په برخه کې ډېر ارزښت لري او خلک کولی شي له دې لارې خپل لومړیتوبونه په ملي بودیجه کې ځای کړي."
نوموړي له حکومت په ځانګړي توګه له مالیې وزارته د دې پروګرام جوړولو مننه وکړه.
د یادونې وړده، چې د ولایتي بودیجې جوړونې اساسي موخه د سیمه ایزو ادارو د پیاوړتیااو د بودیجې او ملي پلان جوړونې بهیر له لارې مالي پاملرنې ته لاسرسی دی، چې دغه لاره په ملي بودیجه کې د خلکو د ګډون سبب ګرځي او په پای کې د سیمه ایزو لومړیتوبونو په ټاکلو، پلان جوړونې سیستم او بودیجې په اجراء مثبت اغېز اچوي، یاد عوامل په سیمه ایزه کچه د غوره خدمتونو وړاندي کولو له پلوه ارزښتمند تمامېږي.
