د مالیې وزارت سرپرست: موږ په افغانستان کې د سترو پروژو لپاره د ترکیې د سترو شرکتونو د پانګونې غوښتونکي یو
د مالیې وزارت سرپرست او د زيربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ استانبول ښار ته سفر وکړ او له یو شمېر ترکي سوداګرو او پانګوالو سره یې ولیدل.
په دې لیدنه کې چې د ملي پراختیا او عملیاتي ادارې رئیس ښاغلي محمد وفي امین، د ملي تدارکاتو ادارې لوی رئیس ښاغلي الهام عمر هوتکي؛ او د ملي تدارکاتو ادارې یو شمېر مسؤلانو ګډون کړی وو، د مالیې وزارت سرپرست له هغوی سره په افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو او په هیواد کې د سترو پروژو لپاره د ترکیې د سترو شرکتونو د پانګې په جلبولو خبرې وکړې.
ښاغلي قیومي، د ترکي سوداګرو او پانګوالو د هڅونې ترڅنګ وویل: " افغانستان او ترکیه ډېرې مخکنۍ سوداګریزې اړیکې لري، چې د سوداګریز پله په توګه د هوایی دهلیزونو رامنځته کېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د دغو اړیکو ښکارندویي کوي. د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ له ترکیې سره د ژورو او پراخو اړیکو غوښتونکي یو."
ترکي شرکتونو چې په دې پروګرام کې ګډون درلود، د تدارکاتو نظام د اصلاح او پروسو ساده کولو په لاره کې د افغانستان حکومت کړنې او هڅې وستایلې او په افغانستان کې یې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده.
