د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي مرسته کوي
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د افغانستان لپاره د اسیا پراختیایي بانک له رئیس ښاغلي نرندرا سنګرو او په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر له استازې، سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په دې کتنه کې د سیمه ایز اتصال په برخه کې د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنې د همکاریو د څرنګوالې او له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د برېښنا انرژۍ لېږدولو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت سرپرست له هغوی غوښته وکړه، چې د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه دي په ګډه له منځنۍ اسیا سویلي اسیا ته د انرژۍ لېږدولو په برخه کې له افغانستان، پاکستان او هندوستان سره په تخنیکي مطالعاتو خبرې وکړي، چې د هغوی له خوا یې هرکلی وشو. هغوی زیاته کړه، چې له یادې انرژۍ دي خلک برخمن شي او په دې برخه کې دي همکارۍ ستراتېژيکي او اوږد مهال شي، چې د مالیې وزارت سرپرست د دې موضوع هرکلی وکړ.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې له تخنیکي بحثونو او د دریو یادو هیوادونو له هوکړې وروسته دي د اسیا پراختیایي بانک او اروپایي ټولنه په دې برخه کې خپل مطالعات پیل کړي.
