افغانستان کې د اسیا پراختیایي بانک د پروژو لومړۍ ربعې ارزونه وشوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۱۴:۱۳
خبر

مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک د افغانستان لپاره د ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ ربعه کې د دې بانک پروژې و ارزولې.
د دې ارزونې موخه د پروژو د عملکرد ارزونه او له مالي هوکړه لیک سره یې انډول، د پروژو د اغېز په تړاو راپور، د افغانستان حکومت او اسیا پراختیایي بانک له ستراتېژۍ سره سم د پروژو له پایلو څارنه، د دې ارزونې مخکنيو اقداماتو بررسي، د پروژو په پلي کولو د اغېزمنو سیتماتیکو ستونزو پېژندنه او حل لارې او د مرستو او پروژو د مؤثریت په تړاو د ستراتېژیکو ستونزو پېژندل دي.
د اسیا پراختیایي بانک دمګړۍ د ټرانسپورټ، انرژۍ، کرنې او طبیعي سرچینو په سکټورونو کې ۲۶ سترې پروژې چې ټولیز لګښت یې ۳،۲ میلیارده ډالر کېږي او یادې پروژې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ او ټرانسپورټ وزارتونو، د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې او د افغانستان برېښنا شرکت له لوري پلي کېږي.

خبر

دغه ارزونه د کب میاشتې له ۱۵ تر ۲۶ مې د وزارتونو او پلي کېدونکو ادارو له لوري د متعددو تخینکی ناستو په پایله کې د مالیې وزارت او اسیا پراختیایي بانک تخنیکي ډلو په مرسته ترسره شوه، چې په پایله کې یې د پروژو د ښه والي لپاره اړینې پرېکړې وشوې او مالیې وزارت به د یادو پرېکړو په پلي کولو کې له اړوندو ادارو او وزارتونو سره همغږي وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS