د عوایدو او لګښتونو مدیریت ناسته جوړه شوه؛ مالیې وزارت د روان مالي کال په لومړنۍ ربع کې ۴۰.۵۹ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول کړي دي

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۲ - ۱۴:۲۷
خبر

د عوایدو او لګښتونو مدیریت (Cash management) ناسته د ویډیو کنفرانس له لارې نن د وري میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ملي عوایدو په راټولیدو او د ملي بودیجې په لګښت بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د مالیې وزارت د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې ۴۰.۵۹ میلیارده افغانۍ ملي عوایدو راټول شوي دي چې له دې څخه ۱۸.۱۲ میلیارده یې د هیواد له ګمرکونو او پاتې نور یې د مالیاتي او غیر مالیاتي برخو څخه راټول شوي دي.
همداشان د حکومت په کچه ۱۰.۸ میلیارده افغانۍ (۸.۱ سلنه) پراختیایې بودیجه او ۵۷.۷ میلیارده افغانۍ (۲۰.۹ سلنه) عادي بودیجه لګول شوی ده. په ټوله کې د حکومت په کچه پراختیایې او عادي بودیجه ۶۸.۶ میلیارده (۱۶.۷ سلنه) لګول شوی ده.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د ۱۳۹۹ مالي کال لومړنۍ ربع له زیاتو ستونزو سره مخ وه، له وې خوا د هیواد سیاسي حالات نورمال نه و او له بلې خوا د کرونا ویروس خپریدل د هیواد په صادراتو، وارداتو او سوداګرویزو فعالیتونو منفي اغیزوکړ. نوموړي زیاته کړه چې ټولې ادارې باید هڅه وکړي څو عواید او لګښتونه له پلان سره سم تنظیم کړي.
په دې ناسته کې د مالیې وزارت سرپرست د دې وزارت تخنیکي ټیم ته دنده وسپارله چې د کرونا ویروس خپریدو سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا له وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي او همداشان د عامې روغتیا له وزارت سره خبرې وشي چې په هیواد کې د کرونا ناروغۍ په کوم حالت کې ده او په څو راتلوونکو میاشتو کې به څه ډول وي؟ څو له مخې یې د عوایدو پلان عیار شي.
د مالیې وزارت مالي معین ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ وویل چې د عوایدو راټولولو او د ملي بودیجې د لګښت روان حالت د کرونا ویروس د خپریدو له امله اغیزمن شوی. نوموړي وویل هڅه کو اړوندې چارې له پلان سره سم تنظیمې کړو.
ښاغلي ځدراڼ وویل چې په نورو اړوندو ادارو باندې د مالیې وزارت پورونه به د یو منظم پلان له مخې تر لاسه کړو.
د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي محمد عیسی قدرت وویل چې د کرونا ویروس خپریدا او د هیواد سیاسي حالاتو په ملي عوایدو منفي اغیزه کړې نوموړي زیاته کړه زموږ پلان دا دی چې د ملي عوایدو په راټولیدو کې په خصوصي سکټور او خلکو فشار رانشي. د عوایدو او ګمرکونو معین وویل چې موږ په تعرفې باندې کار کو څو وکولی شو د ملي عوایدو مدیریت لپاره نورې لارې پیدا کړو له فساد سره به مبارزه وکړو څو د ملي عوایدو فیصدي لوړه شي. ښاغلي قدرت زیاته کړه چې د عوایدو او ګمرګونو په برخه کې زموږ فعالیتونه په نورمال ډول دوام لري او موږ هڅه کو له خصوصي سکټور سره په پوره همغږۍ د ملي عوایدو ثبات وساتو. نوموړي زیاته کړه چې له پاکستان سره به خبرې وکړو او زموږ هڅه داده څو پاکستان ۵۰۰۰ موټر او ۱۰ زره کانټینرو ته چې هلته ولاړ دي افغانستان ته د واردولو اجازه ورکړي.

خبر

د دې ناستې په پای کې پریکړه وشوه چې ټولې ادارې له ټاکل شوي پلان سره سم د ملي بودیجې د لګښت په زیاتوالي او د ملي عوایدو په راټولولو کې هر اړخیزه هڅه وکړي. همداشان تخنیکي ټیم دې له عامې روغتیا وزارت او اړوندو ادارو سره د کرونا ویروس د خپریدو په مخنیوي کې هر اړخیزه همکاري وکړي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS