د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست: افغانستان د دولت جوړونې قرارداد سره سم له اروپایې ټولنې سره خپلې ژمنې پوره کړي دي

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۱ - ۱۴:۴۵
خبر

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د وري میاشتې ۱۹ مه نېټه د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې له سفیر ښاغلي پییر مایدون سره په مالیې وزارت کې وکتل.
په پیل کې د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې سفیر ښاغلي ارغندیوال ته د مالیې وزارت د تصدۍ سپارو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې روان کال یو ډیر مهم کال دی؛ له یوې خوا د ملي مصالحې پروسې ستونزې او له بلې خوا د افغانستان لپاره د پراختیایې کنفرانس جوړیدل چې ټاکل شوی ده د ۲۰۲۰ په پای کې په ژنو کې تر سره شي، او مرسته کوونکي ورته د چمتو والي په حال کي دي، د تېرو کلونو په پرتله روان کال له ستونزو سره مل دی. نوموړي زیاته کړه باور لري چې د افغانستان حکومت رهبرۍ په اوسني وخت کې په سم سخص باور کړی او ډاډ لرم چې د مالیې وزارت سرپرست به له ستونزو څخه په سمه توګه راووځي.
په دې لیدنه کې ښاغلي مایدون وویل چې اروپایې ټولنه له افغانستان سره هر اړخیزې همکارۍ ته ژمنه ده، اروپایې ټولنه او افغانستان ښې او نږدې اړیکي لري او دا همکاریو ته به دوام ورکو.
د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې له سفیر څخه د مننې تر څنګ وویل چې د کرونا ویروس د خپریدو په دلیل اروپا په حساسو شرایطو کې ده او د کرونا ویروس د خپریدو له امله یې د را پیدا شویو ستونزو لپاره د اروپایې ټولنې د غړو هیوادنو سره خپله غمشریکي وښوده. د مالیې وزارت سرپرست وویل چې موږ د ۲۰۲۰ کال د پراختیایې کنفرانس د جوړیدو لپاره په چمتو والي بوخت یو او ټولې دولتي ادارې د جلالتماب ولسمشر په رهبرۍ یو ځای کار کو. نوموړي زیاته کړه چې کرونا ویروس سره د مبارزې سرچینې چمتو کول اوس مهال زموږ لپاره لومړیتوب دی.
اروپایې ټولنې د دولت جوړونې قرارداد د ژمنو لپاره ۲۰۰ میلیونه یورو د افغانستان حکومت سره مرسته کړې او د افغانستان حکومت د اروپایې ټولنې یو له سترو مرسته اخیستونکو څخه دی، د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د دولت جوړونې په قرارداد کې افغانستان ځینې ژمنې لري چې باید تر سره یې کړي او د ۲۰۱۹ کال بررسي تر سره شوی ده چې له نیکمرغه موږ توانیدلي یو خپلې ژمنې تر سره کړو. په دې لیدنه کې د مالیې وزارت سرپرست د تر سره شویو ژمنو کاپي او د ۹۹ میلیونه یورو د تر لاسه کولو لپاره د دولت رسمي لیک نوموړي ته وسپاره.
د اروپایې ټولنې سفیر د ژمنو پوره کولو لپاره د مالیې وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه او ویې ویل چې یاد لیک به له اروپایې ټولنې سره شریک کړي او پایله یې به له دوی سره شریکه کړي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د لومړیتوب له مخې به د ۲۰۲۰ کال ژمنې تر سره کړو او له اروپایې ټولنې سره به یې شریکې کړو څو هغوې یې بررسي کړي او وکولی شو په راتلوونکي کې د یوې ناستې په ترڅ کې هوکړې ته ورسیږو.
ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه اروپایې ټولنه په سختو شرایطو کې ده او د کرونا ویروس سره د مبارزې په حال کې ده خو موږ با هم هیله لرو چې ستاسو مرستې تر لاسه کړو.

خبر

د اروپایې ټولنې سفیر وویل چې له اروپایې ټولنې سره به د افغانستان حکومت غوښتنې شریکې کړي او له دې هیواد سره به خپلو ژمنو ته دوام ورکړو. نوموړي زیاته کړه موږ هڅه کو چې په افغانستان کې د دې ټولنې له روانو پروژو څخه یوه برخه وجوه له کرونا سره د مبارزې لپاره تعدیل کړو.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS