کاتب پوهنتون کې د مالیې وزارت د لاسته راوړنو او کړنو څخه د پوهاوي ورکړې پروګرام

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۹:۱۹
خبر

د مالیې وزارت لاسته راوړنو، د هیواد د مالي وضعیت څرنګوالي او د حکومت او مالیې وزارت د راتلونکو پلانونو په تړاو د لړم میاشتې په ۱۴ مه نېټه د کاتب پوهنتون محصلینو او ښوونکو ته سیمینار وړاندې شو.

په دې پروګرام کې د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ښاغلي شمروزخان مسجدي، د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر حسن روحاني او د دې پوهنتون یو شمېر ښوونکو او محصلینو ګډون کړی وو.

په پیل کې د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر حسن روحاني، د مالیې وزارت له لاسته راوړنو او کړنو د اطلاع رسونې او د ځواب وېینې اصل ته یې د مشرتابه له ژمنو مننه وکړه ویې ویل، چې د دې سیمینار په ترسره کولو سره د مالیې وزارت له لاسته راوړنو او اصلاحي پروګرامونو څخه د محصلینو او ښوونکو د پوهاوي وړتیا لوړېږي او محصلین کولی شي د افغانستان د حکومت او مالیې وزارت له مالي فعالیتونو اطلاع ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، چې موږ د دا ډول نورو ګټورو پروګرامونو غوښتونکي یو او دا د مالیې وزارت او اکاډمیکو بنسټونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو په برخه کې نېک ګام دی.

خبر

د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ښاغلي شمروزخان مسجدي، د مالیې وزارت موخې، لاسته راوړنې، اقتصادي لرلید او پلانونه محصلینو ته روښانه کړل او ویې ویل، چې د مالیې وزارت هڅه کوي څو د اصلاحاتو په پلي کولو، له فساد سره د مبارزې او د پراختیایي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره د ملي بودیجې په ترتیبولو سره ورو ورو په مرستندویانو باندې د افغانستان تکیه راکمه کړي او تدریجي ځان بسیاینې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو له ستونزو سره په روان کال کې موږ وکولی شول، د ټاکل شوي هدف په پام کې نیولو سره ملي عواید مدیریت کړو او د مالي کال له پیل څخه تر اوسه پوري ۱۴۱ میلیارده او ۷۸۰ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول کړو. همدا شان ۶۵ سلنه پراختیایي او عادي بودیجه مصرف کړو.

همدا شان ښاغلي مسجدي، په دې پروګرام کې محصلینو ته د استخدام په برخه کې د اصلاحاتو پلي کولو، د نوي فارمټ پر بنسټ د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې ترتیب، د کرونا ویروس خپرېدو او منفي اغېزو، د کرونا ویروس خپرېدو له کبله د منفي تاثیراتو جبرانولو ته د نویو عوایدي سرچینو پیدا کولو، د کرونا له ویروس سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو، د سوداګرۍ لپاره د سیمې له هیوادونو سره د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریزو همکاریو کمیسیون په جوړولو او نورو مهمو برخو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس، د ۲۰۲۰ پراختیایي کنفرانس په اړه وویل، چې ټاکل شوي نوموړی کنفرانس د نوامبر میاشتې په ۲۳ او ۲۴ مه ورځ په جینوا کې ترسره شي او د افغانستان په لوري یې د پام ټکی سوله، سوکالي او ځان بسیاینه ده. د دې کنفرانس موخه د افغانستان د پراختیا او ثبات په اړه د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ژمنو نوي کول، د ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۴ کلونو پوري د ګډې پراختیا په اړه هوکړه او د افغانستان د مالي ملاتړ لپاره د پراختیا په برخه کې د همکاریو همغږي کول دي او دا پراختیا او ثبات ته د افغانستان د رسېدو لپاره غوره فرصت دی.

خبر

همدا شان په دې پرګرام کې د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس، د یاد پوهنتون د محصلینو او ښوونکو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

د دې پروګرام په پای کې د کاتب پوهنتون مشرتابه د مالیې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس او ویاند ته ستاینلیک ورکړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۶:۱۸
Background image

له مالیې وزارت څخه د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د محصلینو علمي لیدنه

د غویي۱۶مه۱۴۰۵ هـ.ل
د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو، د یو شمېر استادانو په ملتیا د «علمي سیر» تر عنوان لاندي له مالیې وزارت څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د دې وزارت له بېلابېلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۵۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ یوولسمه ناسته وشوه

د غویي۱۵مه١٤٠٥ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان پرمخ. . .

BACK TO NEWS