د افغانستان د مشارکت چوکاټ کاري کمېټې ناسته وشوه
د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري، د ولسمشرۍ ماڼۍ چارو ادارې عمومي ریاست لوړ پوړو چارواکو او په افغانستان کې د نړیوال بانک او اروپایي تولنې د استازو په ګډون د جینوا په ژمنو پوري تړلې د افغانستان د مشارکت چوکاټ کاري کمېټې ناسته په مجازي ډول (virtual) وشوه.
په دې ناسته کې د افغانستان مشارکت چوکاټ (APF) د ژمنو پلي کولو په برخه کې د فغانستان حکومت د کار کړنو او د یادو ژمنو د پلي کولو لومړني ربعوار راپور په وړاندي کولو هر اړخیزې خبرې وشوې او په تړاو یې اړینې پرېکړې ونیول شوې.
