د مالیې وزارت سرپرست د اقتصاد له وزیرې سره وکتل
![خبر](/sites/default/files/2021-05/1_0_28.jpg)
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د اقتصاد له وزیرې ډاکټرې کریمې حامد فاریابۍ، سره د مالیې په وزارت کې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال نذیر کبیري هم حضور درلود، دواړو لوریو د مالیې او اقتصاد وزارتونو ترمنځ د همغږیو او همکاریو په لا پیاوړي کېدو، د دواړو وزارتونو ترمنځ په عامه پانګونه (PIM)، د دې وزارت د NTA کارکوونکو په ستونزو او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/2_270.jpg)