د افغانستان دولت د پوهنې او روغتیا سکټورونو کې د جنسیتي تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې لاسته راوړنې لري

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۷ - ۱۳:۳۲
خبر

د افغانستان اسلامي جمهوریت مالیې وزارت او نړیوال بانک د تېر یو کال په ترڅ کې د پوهنې او روغتیا په سکټورونو کې د جنسي ګټې اخیستنې، او یا د جنسي ځورونې د مخنیوي په برخه کې ګډې او پراخې هلې – ځلې رهبري کړې دې. دغه بهیر د افغانستان د لسمشر محمد اشرف غني له خوا څارل شوی او په دغه هیواد کې د نړیوالو مرستندویانو او ملګرو ملتونو سازمان، لکه یونیسف، د ملګرو ملتونو د جمعیت د صندوق د استازي، او د نړیوال روغتیايي سازمان د ادارو له خوا یې ملاتړ شوی دی.

وروسته له هغه چې د ۲۰۱۹ کال په نومبر میاشت کې یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو د لوګر ولایت په څو ښوونځیو کې له ماشومانو څخه د ناوړه جنسي ګټې اخیستنې په اړه راپورونه خپاره کړل، نړیوال بانک هڅه وکړه چې د خپلو پروژو له لارې، د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او یا جنسیتي تاوتریخوالي د پېښو پر وړاندي او دغو موضوعګانو ته د ځواب وینې په موخه د پوهنې، لوړو زده کړو او عامې روغتیا په وزارتونو او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو په انسټیټوټ کې دغه موضوع په هراړخیزه توګه تر ارزونې لاندي ونیسي او له یادو ادارو سره مرسته وکړي چې د دغې پدیدې پر ړواندي د مبارزې په موخه عملي او هراړخیز پروګرامونه او چارې پلي کړي. د دې ترڅنګ له دغو ادارو سره کار شوی تر څو خپلې شته پالیسۍ او چلند لارې له سره و ارزوي، او د خبرونې د کچې د لوړوالي او د جنسیتي تاوتریخوالي قربانیانو ته د کیفیت لرونکو خدمتونو یا چوپړتیاوو د وړاندي کولو په څېر موضوعګانو په برخه کې خپلې هڅې ډېرې کړي. یادو هڅو همداشان له یادو ادارو سره مرسته وکړه چې په دغه برخه کې خپلو کارکونکو ته لازمې زده کړې او اروزنې ورکړي او د دغه کار په پایله کې د زده کونکو، ښوونکو او د عامه چوپړتیاوو د ګټه اخیستونکو د خوندیتوب تضمین رامنځته شي.

د دغه بهیر په اوږدو کې وزارتونو او یادو ادارو د جنسیتي تاوتریخوالي او یا جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي ځورونې په اړه د شکایتونو د ترلاسه کولو او هغوی ته د رسېدګۍ داسي اغېزناک میکانیزمونه جوړ کړي دي چې د دغه ډول پېښو د قربانیانو حقونه او محرمیت خوندي کړای شي. ټول هغه وزارتونه او بنسټونه چې دم ګړی د دغې طرحې پر بنسټ کار کوي، د جنسيتي تاوتریخوالي د قضیو د څېړلو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه لري.

د مالیې وزارت مالي معین عبدالحبیب ځدراڼ د دغو هڅو په اړه وايي: "له مجازاتو څخه د مصؤنیت فرهنګ په افغانستان کې د ماشومانو ژوند له بېلابېلو خطرونو او ګواښونو سره مخ کړی دی، او دا لړۍ باید پای ومومي. موږ د تېرو ۱۸ میاشتو په ترڅ کې له خپلو نړیوالو شریکانو، په ځانګړې توګه نړیوال بانک سره له نږدې کار وکړ ترڅو د ماشومانو او د ټولنې زیانمنونکو ډلو ته په هغو ځایونو کې چې د زده¬ کړې او روغتیا چوپړتیاوې ترلاسه کوي، د هغوی د ژوند د خوندیتوب په برخه کې د پالیسۍ د رامنځته کولو او پلي کولو لپاره یو منظم چوکاټ جوړ او کار ورڅخه واخلو. زه په دې اړه خوشبینه یم چې وزارتونه او دولتي بنسټونه به د وخت په تېرېدو سره دغه هڅې پیاوړې کړي او له دې لارې به ټولو ته یو غوره او لا¬خوندي چاپېریال رامنځته شي."

د جنسي ځورونې او جنسیتي تاوتریخوالو ډېری قربانیان په دودیزه توګه په افغانستان کې له دغه ډول ګواښونو سره د مخ کېدنې پر مهال چوپ پاتي کېږي، او هغه شمېر کسان چې اړوندو مراجعو ته شکایت کوي، شکایتونو ته یې په منظم او سیسټماټیک ډول رسیدګي نه کېږي. د دغه وضعیت دلیل په یادو وزارتونو او ادارو کې په دغه اړوند د راپور ورکونې د یوه واحد او د ډاډ وړ سیسټم نشتوالی وو. خو د نوي چلند د ابتکار تر ملاتړ وروسته روغتیا، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو داسي سیسټمونو جوړ کړي دي چې د تاوتریخوالو قربانیان هڅوي چې د بشپړو محرمانه میتودونو له لارې د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسیتي تاوتریخوالو د پېښو په اړه، اړوندو ادرسونو او مسوولینو ته راپور ورکړي.

په دغه بهیر کې ښکېلو بنسټونو همداشان داسي یو سیسټم رامنځته کړی دی چې د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسیتي تاوتریخوالو د پېښو قربانیانو او کورنیو ته د ملاتړ په موخه د اړتیا وړ اروايي چوپړتیاوې وړاندي کړي. روغتیا وزرات له پروتوکول سر سم د جنسیتي تاوتریخوالو په برخه کې شاوخوا لسو زرو کسانو ته روزنه ورکړې ده، چې د قضیو د محرمیت خوندیتوب د هغوی د کار د ارزښت بنسټ جوړوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک د دفتر عملیاتي مدیره هما زهرا فتوحي وايي: "په داسي حال کې چې نشو کولای چې د ماشومانو، ښځو او زیانمنو ډلو د خوندیتوب پر وړاندي د ګواښونو له دوام څخه په ټول هیواد کې انکار وکړو، زه ډېره خوشاله یم چې زموږ او د افغانستان د دولت اړوندو ادارو ترمنځ ګډو هڅو د کرونا ویروس د خپراوي له امله د رامنځته شویو محدودیتونو سره سره په لنډ وخت کې د لمس وړ پایله لرلې ده. د دغې پدیدې د مهارولو په برخه کې وزارتونو او اړوندو ادارو ځواب ویونکي پالیسۍ او چلندلارې رامنځته کړي او پلي کړي دې، او له دې سره جوخت یې د وضعیت د بدلون په موخه د عامه خبرونې پروګرامونه پیل کړي دي."

د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي ځورونې پر بهیر د څار او د دغې پدیدې د مهارولو لپاره د یو بنسټيز چوکاټ د شته والي ترڅنګ، د عامي روغتیا او پوهنې وزارتونه، او د تخنیکي او مسلکي زده کړو انسټیټوټ تواندېدلي چې د دغو بنسټونو د کارکونکو په منځ کې د خبرونې کچه لوړه کړي، او خپلو اړوندو ټولونو ته د جنسیتي تاوتریخوالي په اړه د راپور ورکولو په برخه کې سلګونو روزنیزو پروګرامونو ترسره کړي. د مالیې وزارت، نړیوال بانک او نور پراختیايي شریکان به په دې اړه خپل ګډ کار ته دوام ورکړي تر څو د دغو هڅو لمن نورو دولتي بنسټونو ته هم پراخه شي او ډاډ ترلاسه شي چې بالاخره جنسیتي تاوتریخوالو ته په سیسټماټیکه او دومداره توګه په ټولو ادارو کې رسیدګي کېږي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د عوایدو لوی ریاست ټاکل سوي پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د مرغومي۹مه، ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، ټاکل سوي پلاوي د هرات مستوفیت د چارو د ارزوني، څارني او لا ښه والي په موخه دغه ولایت ته سفر وکړ.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۵:۹
Background image

د کندهار صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو روزنیز پروګرام جوړ سو

د جدی ۸ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندهار ولایت صنعتکارانو او سوداګرو ته د مالیاتو په اړه روزنیز پروګرام د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګوني خوني د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۹
Background image

د مالیې وزارت د رهبرۍ پلاوي شپږمه ناسته وسوه

د مرغومي۷مه، ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد په مشرۍ او د اداري چارو او ګمرکونو او عوایدو معینانو، د اړوندو رئیسانو او مسئولینو په ګډون د روان (۱۴۴۷هـ.ق) کال د. . .

BACK TO NEWS