د مالیې وزارت سرپرست د کلیو پراختیا وزارت له سرپرست سره ولیدل
![خبر](/sites/default/files/2021-06/1_0_12.jpg)
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د کلیو پراختیا وزارت له سرپرست مجیب الرحمن کریمي، سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې د خلکو له خوا د اوبو مدیریت پروژې په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. ټاکل شوې ده، چې دغه پروژه د اسیا پراختیایي بانک له لوري تمویل او د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې پلي شي. اوس مهال د دغې پروژې د ډیزاین چارې روانې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې د ډیزاین چارې بشپړې شي.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/2_287.jpg)