د عامه پانګونې تنظیم مدیریت د مقررې پر بنسټ د بودیجوي واحدونو ټولې پراختیایي پروژې له پانګونې مخکې پړاوونو کې د پروژو د ارزونې په کمېټه (PEC) کې ارزول کېږي
د عامه پانګونې او زېربناء عمومي رئیسې کبرا توسلي په مشرۍ د (PEC) اوولسمه ناسته کې چې په غیر حضوري (مجازي) ډول د لوړو زده کړو وزارت مرستیال ښاغلي نور احمد دروېش، د اقتصاد وزارت او چارو ادارې رئیسانو او استازو هم حضور درلود، ترسره شوه.
په دې ناسته کې د بودیجوي واحدونو د پراختیایي پروژو په اړه چې له دې ډلې ۲۳ وړاندې شویو پروژو یې ۷ پروژې کمېټې ته وړاندې او د تائید وړ وګرځېدې او نورې پاتې پروژې د کافي معلوماتو د نه شتون له کبله بلې ناستې ته وځنډې دې، څو د معلوماتو او اسنادو له بشپړولو وروسته و ارزول شي
