د افغانستان اسلامي جمهوریت او ملګرو ملتونو سازمان د مشترکو بشردوستانه مرستو غوښتنې خبري کنفرانس کې د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده د وینا متن د چنګاښ۲۰مه ۱۴۰۰
تورن د قندهار د میوند پناه غوښتونکی دی، هغه د خپلې لنډمهالې خیمې پر مخکي مرکه لري. د هغه خبرو ته غوږ ونیسئ:
اوس دلته را رسېدلی یم، هلته چې هیڅ شی نه لرم. دلته مرمۍ نه تبادله کېږي، هیڅ جګړه نه شته، خو زما په ښار کې اوس مهال خونړۍ جګړه روانه ده. ما په خپله پوله او پټي کې کار کاوه. د غنمو په کرلو مشغول وم. اوس دغې صحرا ته راغلی یم، خو ایا کولای شو په دغو شګو کې پاتې شو او ژوند وکړو؟ په دې کمپ کې چې اوس ناست یو خلک له لوږې مري.
د یوه بل افغان غږ اوچتېږي:
وچکالۍ زما هېواد له ورکې سره مخ کړی. اوبه یې وچې کړې دي، موږ د څښلو او ځان وینځلو او پاکولو لپاره کافي اوبه نه لرو. موږ خپل کورونه پرېښودل، ځکه چې اوبه نه شته. ما په خپل ژوند کې داسې یو وېروونکی فصل نه دی لیدلی. کرنه زما او د دوو زامنو د درامد یوه وسیله ده.
ایا داسي کلمه شتون لري، چې د افغانستان د نن ورځې د ناورین پیغام ورسوي؟ عادي خلک، زیارکښ وګړي، هغه وګړي چې د خپل هېواد ساتونکي دي او خپل اولادونه روزي، له وچکالۍ سره مخ دي او دوی یې له کورونو څخه را ایستلي دي او خواړه یې ترې غلا کړي او په راتلونکي کې یې هم غلا کوي.
د وچکالۍ د زیانمنو په لومړني رقم لیدنه مې ونه شو کولی باور وکړم. ۱۲ میلونه کسان چې د هېواد د نفوس یو پر درېیمه برخه او د کابل د ټول نفوس درې برابره کېږي. ۱۲ میلیونه بزګرانو زیان لیدلی، ۱۲ میلیونه کورنۍ چې د خوړو له نه شتون سره مخ دي. ۱۲ میلیونه کسان چې اوس مهال یې ژوند د پردیو په ترحم پورې تړلی دی.
زه د مالیې وزیر یم، خو دغه غوښتنه زما د وزارت له لوري نه ده. حتی د دولت له لوري هم نه ده. دغه د ټولو افغانانو غوښتنه ده. بشریت ته غوښتنه ده، چې ښایي په ګډه کار وکولای شو ۱۲ میلیونه نور انسانان له لوږې وژغورو.
موږ د دې ناوړه وچکالۍ د جبران لپاره ډېر کم فرصت لرو او هغه هم که همدا اوس اقدام وشي. هغه وګړی تغذیه کولای شو چې هیڅ خواړه نه لري. موږ کولای شو د هغوی اولادونه په ښوونځیو کې وساتو. موږ کولای شو د اړمنو کورنیو د اولادونو او لوڼو د قاچاق مخنیوی وکړو. دغه کار د ترسره کولو وړ دی.
هېره دط نه شي چې په داسي حال کې چې د ناورین دغه برخه د اوبو او هوا له کبله ده، په هماغه کچه ناورین د انسان له خوا هم رامنځته شوی. وچکالي په ریښتینې ډول شتون لري او سخته ده. خو که هرڅومره هم دغه وچکالي وحشتناکه وي، د طالبانو له لوري بې رحمانه حملې یې نور هم سختوي. کرنې پرېښودل کېږي. هغه کسان چې کولای شي خپل محصولات د ژوند کولو په موخه راټول کړي. حتی نه شي کولای خپلې کرنې په ښه توګه وویني یا هم خپل کانالونه اصلاح کړي. وېرېدلي ماشومان د اهلي حیواناتو د وژنې او د ډېریو د سوځېدنې کیسې بیانوي. بېلابېلو سیمو ته د طالبانو بیا ورتګ له کبله په مالدارۍ بوختې مېرمنې نورې له کورونو بهر نه راوزي. پرېږدئ چې کم ترکمه په خپل منځ کې صریح و اوسو. دغه د وچکالۍ له کبله یو معمولي بحران نه دی. دا هغه ناورین دی چې د طالبانو له لوري د سولې بهیر څنډې ته کولو او د عامو خلکو پر وړاندې د جګړې پیل دی. لوږه او بېځایه کېدل چې د دې کال تریخ محصول ګڼل کېږي د اقلیم له کبله نه دی، بلکې دا د جګړې زېږدنده ده.
په همدې حال کې موږ - ملګري ملتونه او د افغانستان دولت پوهېږو چې که چېرته یوازې بشردوستانه مرستې وړاندې کړو، کولای شو په چټکۍ سره د بېځایه کېدو او تړښت اوږده موده رالنډه کړو. افغانستان اوس مهال هم د بېځایه شویو له کمپونو ډک دی. هلته چې د دوو مخکنیو لسیزو بېځایه شوي په تمه پراته دي، اوس هم بېرته ستنېدو او د ویجاړو شویو مزارعو بیا جوړېدو توان نه لري. هغه چې د نړۍ سخاوتمندانه مرستې ترلاسه کوي په پټنځایونو کې ژوند کوي، چې ثابت موقعیت نه لري. که چېرته کومه چاره ورته ونه سنجول شي، دغه دوره به تکرار شي. د کورنیو بېځایه شویو شمېر له پخوا د زياتېدو په حال کې دی.
سربېره پر دې موږ موخې ته د رسېدو لپاره، حکومت او ملګرو ملتونو یوې ستراتیژۍ ته پراختیا ورکړې ده، چې د هرشریک له نسبي مزیت سره مطابقت لري. حکومت د ولسمشر د لومړي مرستیال په مشرۍ، په بشپړ ډول په Humanitarian Responses Plan او د طبیعي ناورین د چمتوالی ملي ادارې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مرسته به د بشري کلستر له لارې په بشپړ ډول دخیل وي. په عملي توګه د دې کارونو لویه برخه د بشر دوستانه شریکانو په واسطه د ملګرو ملتونو سازمان مشر تابه په رهبرۍ ترسره کېږي.
د بشر دوستانه هڅو د لا ښه کېدو لپاره، د افغانستان دولت څلور ملي لومړیتوب لرونکي پروګرامونه د (روغتیا، پوهنې د اوبو او د ټولنې پرمختګ ) بسیج او تمویلوي. له دې څخه هر یو پروګرام یې له مخکې نه کوم ځایونه چې د وچکالي سره مخ دي تر پوښښ لاندې نیولي، په ساحه کې د لا پرمختګ لپاره پلان شتون لري د تخمونو کرلو په ګډون او کروند ګرو ته د څارویو وېش شتون لري، ترڅو هغوی وکولای شي ډېر ژر زراعت ته را وګرځي.
په داسې حال چې د اړتیا سنجولو حالت کې یو، له اوسني اټکل څخه ښکاري چې د دې پروګرام تمویل لپاره بودیجې ته اړتیا لیدل کېږي، کوم چې د ملګرو ملتونو بشر دوستانه پروګرام پیاوړی کوي، شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالرو څخه تر۲۰۰ میلیون ډالرو پورې اړتیا ده. لکه څرنګه چې معلومات لرئ، د دې ټولو برنامو څخه هر یو یې په افغانستان کې اوږدمهاله بریا لري، په ځانګړي توګه د ښځو او انجونو د ګډون د ډاډ لپاره. موږ ستاسې د ارزونې او ملاتړ لپاره د ښځو هرکلی کوو. د اغېزمنو ټولنو لوی شمېر ته د دې خدماتو رسولو لپاره بله لاره شتون نه لري.
موږ همدا شان د ARTF له شریکانو څخه غواړو چې د سپما له لارې له موږ سره د دې لګښت ورکولو، نوي تخصیص، ARTF ته د نویو مرستو د هڅونې له لارې د وچکالي وضعیت ښه والي لپاره مرسته وکړي.
د هېواد مالیې وزیر په توګه، دا زما دنده ده چې زه د پیسو په هکله خبرې وکړم. موږ په کافي کچه پیسې نه لرو. زموږ د بشر دوستانه غوښتنې حتا ۵۰ سلنه هم نده تمویل شوې او موږ ټول پوهېږو چې د کرونا ویروس له کبله نړېوالې مرستې او بشر دوستانه ملاتړ مخکې له مخکې کم شوي دي. موږ په خپل نوبت سره هڅه کوو چې ترڅو مرستې جذب کړو. زه د شتمنو ټولنو او افغان دیاسپورا څخه غوښتنه کوو ترڅو خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي. او موږ په اوس وخت کې د پرمختګي شریکانو سره خبرې اترې د دې څلورو پروګرامونو تمویل لپاره پیل کړي، تر څو ډېر ژر کوم ولایتونو چې د وچکالي سره مخ دي پراختیا ورکړي.
حتی اوس هم چې خبرې کوو، زما او د جلالتماب ولسمشر ټیم د بودیجې څېړنه او ارزونه کوي ترڅو غیر امنیتي لګښتونه د وګړو لپاره کوم ځایونه چې د وچکالي سره مخ دي د هغوی په شمول هغوی ته ځانګړي کړو. خو لکه څرنګه چې خبر یاست، دا اقدامات چې بودیجه په دې سختو شرایطو کې د جنګ له امله تر فشار لاندې ده، بسنه نه کوي. موږ باید ډېر ژر او په موثره توګه عمل وکړو. موږ باید د دولت اغېزمن او د قوت ټکي د پرمختګي شریکانو سره یوځای کړو. موږ یو ځای کولای شو د ۱۲ میلیونو د خوندیتوب چې اوس له ګواښ سره مخ دي ساتنه وکړو. خو دا یوازې د هغه ژوند پورې اړه نه لري چې موږ غواړو ساتنه یې وکړو ځکه د وچکالي اغېزې هم په دې کچه نسلي دي. نو د وچکالي وروستي ټکانونه به نه یوازې افغانستان کې بلکې ټوله نړۍ کې احساس شي. هر ماشوم چې صدمه ویني، هره مور چې له لوږي مري، هره کورنۍ چې خپل د کور پرېښېدو ته اړ کېږي او هر ماشوم چې اړ کېږي ښوونځی پرېږدي. دا ټولې هغه کورنۍ دي چې راتلونکي نسل یې د خطر سره مخ کېږي.
د امنیتي ستونزو سره، د وچکالي پر وړاندې اقدام نه کول نه یوازې د افغانستان نسل د خطر سره مخ کوي بلکې د هغه اوږد مهاله اغېزې به ټوله نړۍ کې منعکسي شي.
ستاسې د پاملرنې او ملاتړ څخه مننه.