د ماليې وزیر په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي د مرستیال سره لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ماليې وزیر هدایت الله بدري د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي د مرستيال رامیز الاکبروف سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي دواړو لوريو د افغانستان سره پر بشردوستانه مرستو او نورو همکاریو باندي بحث وکړ.
ښاغلي راميز وویل چي موږ به د افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکو، په اوس وخت کي زموږ اولیتونه د صحت او د غذا برخه ده، چي دې ته د ښه رسيدګی دپاره مو د هوا سره سره د مځکني مواصلاتو لاري هم فعاله کړي دي.
د ا.ا.ا د ماليې وزیر هدایت الله بدري د ملګرو ملتونو خاص استازي د مرستيال څخه مننه وکړه چي هر وخت يې د افغانانو سره مرسته کړې ده او هیله يې ورڅخه وکړه چي خپلو مرستو ته نور هم دوام ورکړي او دا ډاډ یې هم ورکړی چي موږ ستاسو سره د ټولو مرستو په تطبقولو کي خپله پوره همکاري کوو.
د ماليې وزیر ددې یادونه هم وکړه چي که چیري دلته مشکلات ډېر سي نودا به نه يوازی د افغانستان بلکي د ټولي نړۍ په زیان وي، چي یو ښه مثال يې نورو هیوادونو ته د افغانانو مهاجرتونه دي، نو د نړۍ والو څخه هيله کوو چي زموږ خلګ مه باسی بلکي دلې مرسته ورسره وکړی چي اقتصادي حالات يې سم سي.
ښاغلي رامیز یادونه وکړه، توله نړۍ پر دې اقرار کوي چي د ا.ا.ا فاسد نه دئ، نو موږ یقيني يو چي ستاسو تر رهبری لاندي به هيڅ ډول فساد نه کيږي.
په پای کي پر دې هم بحث وسو چي راتلونکي کي به داسي ناستي نوري هم وکړو تر څو یو د بل سره مو پوره همکاري کړي وي.
