د مالیې وزارت اړوند نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته له اداري چارو سره د بلدتیا پروګرام تصدیق پاڼې ورکړل شوې
د مالیې وزارت بشري منابعو ریاست د ظرفیت لوړونې آمریت له لوري نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته له اداري چارو سره د بلدتیا او د چلند طرز پروګرام اړوند د یو لړ مراسمو په لړ کې تصدیق پاڼې ورکړ شوې.
په دغه مراسمو کې، چې د ګمرکاتو په اکاډمۍ کې ترسره شول، د مالیې وزارت بشري منابع د ظرفیت لوړونې آمر، د ګمرکاتو ملي اکاډمۍ امر او د اړوندې ادارې یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو.
دغه درې ورځينۍ پروګرام د ۵۳ نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره جوړ شوی وو، په دغه پروګرام کې سربېره پر کمپیوټري پروګرامونو، تاریخچه، د مالیې وزارت موخې او لیدلوری، د دغه وزارت له کلیدي ریاستونو له دندو او مکلفیتونو سره بلدتیا، مقررۍ او د چلند طرز، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د اجراآتو ارزونه او مالیاتي قوانین تدریس شول.
د مراسمو په وروستیو کې د مالیې وزارت بشري منابعو د ظرفیت لوړونې آمر نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د بریالیتوبونو تر څنګ وویل، د مسلکي چلند طرز د دغه ادارې د کارکوونکو یو له اساسي مواردو څخه شمېرل کېږي او له مراجعینو سره مسلکي معیارات مراعت کړئ.
ګمرکونو ملي اکاډمي په خپلو خبرو کې بېلابېلو برخو کې نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته مبارکي وړاندې کړه او وې غوښتل چې خپلو دندو ته د ژمنتیا ترڅنګ خپل کارونه د وطن دوستۍ له مخې په سمه توګه ترسره کړي.
