پر عایداتو د مالیاتو او عمومي محاسبې د ارزونې روزنیز پروګرام فارغینو ته سندونه ورکړل سول
![خبر](/sites/default/files/2022-04/sh2.jpg)
د مالیې وزارت بشري سرچینو ریاست او عوایدو عمومي ریاست په همغږۍ نوو ګمارل سوو کارکوونکو ته پر عایداتو د مالیاتو او عمومي محاسبې د ارزوني له ۱۰ورځني رونیز پرواګرام وروسته د فراغت سندونه ووېشل سول. د دغه پروګرام له بشپړېدو وروسته د دواړو ریاستونو له خوا ټاکل سوي کمېټې له ګډونوالو د ارزوني ازموینه ترسره کړه، چي په پایله کي فارغ سوي کسان ښه وځلېدل او څرګنده سوه، چي له دې پروګرام څخه یې په ښه توګه ګټه اخیستې.
د سندونو د ورکړي په مراسمو کي مولوي احمد شاه شاکر، نوو ګمارل سوو کارکوونکو ته د سندونو تر لاسه کولو او زده کړو په تړاو وویل، چي له ترسره سوو زده کړو دي په خپل کاري چاپېریال کې هر اړخیزه ګټه پورته او په کاري بهیر کي دي ترې عملي استفاده وکړي او د دې ترڅنګ خپلو دندو ته دي په پوره صداقت او هيوادنۍ مینه ادامه ورکړي.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/%D8%B4%DB%B1.jpg)
عبدالحق اکبري د بهرنیو اړیکو امر په خپلو خبرو کي له فارغ سوو کارکوونکو وغوښتل، چي له څو ورځنیو زده کړو څخه په ګټه اخیستنه دي خپلي حاضرۍ ته پابند واوسي او ور سپارل سوي مسؤلیتونه دې په پوره دقت او کاري انرژۍ ترسره کړي.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/%D8%B4%DB%B3.jpg)
فارغ سوو کسانو د مالیې وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چي دوی به د افغانستان اسلامي امارت د مالیې وزارت په چوکاټ کي هر راز ستړیا ګالي او د هیواد د ابادۍ لپاره به په بشپړه ایماندارۍ دنده ترسره کوي.