د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د کسبګرو، دوکاندارانو، ملي سوداګرو او پانګوالو ملاتړ

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۵ - ۱۳:۴۷

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د (۹) ګڼي مصوبې د ۱۱ بند پر اساس ټولو هغو ادارو ته چي د سوداګرو چاري ورسره تړلي دي، په ځانګړي توګه مالیې وزارت ته دنده سپارل سوې، چي د هېواد ملي سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ته ممکنه اسانتیاوي برابري کړي؛ تر څو ملي سوداګر او صنعتکاران وکولای سي د هيواد په ښیرازۍ، ځان بسیایني او د اقتصادي د مختګ په لا تقویه کي رغنده رول ولوبوي.

مالیې وزارت د همدې  هدایت پر بنسټ لاس په کار سو، د متشبثینو (سوداګرو، صنعتکارانو، پانګوالو دوکاندارانو او کسبګرو)  له استازو سره یې د هغوی د ستونزو د اورېدو لپاره مخامخ پرله پسې تخنيکي غونډي ونیولې، چي په پایله کي د ماليې وزارت اړوند د عوایدو د لوی ریاست په وړانديز او د افغانستان اسلامي امارت د وزيرانو د شورا د تصويب او د اقتصادي کميسون تر ارزوني وروسته د کوچنیو تشبثو (کسبګرو او دوکاندارانو) په مالیاتي نورم کي تغیر راغلی، چي اوس مهال به د دوی د خرڅلاو څخه د ۱.۵٪ سلنه ماليې پر ځای له دوی څخه 0.5٪ سلنه مالیه اخيستل کېږي، چي په دې کار سره به کوچني متشبثین (کسبګر او دکاندارن) په ښه طریقه سره د خپلو کارونو تر سره کولو ته تشویق سي، بېکاره او بې روزکاره خلک به کسب او کار کولو ته و هڅېږي او په ټولنه کي به د بې روزګارۍ او فقر مخه ونیول سي او هم به د هیواد د لوی اقتصاد په پیاوړتیا کي د پام وړ مثبت بدلون رامنځته سي.

د کسبګرو او دوکاندارنو استازو د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه ددې نېکي پریکړې هر کلی کړی دئ او د مشرتابه د دې لویي پېرزویني څخه راضي او خوشحاله دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS