کابل ولایت د ګمرک په معاونیت کي دوه تنه د بډې اخیستني پر مهال لاس په لاس ونیول سول
![خبر](/sites/default/files/2022-04/gggg.jpg)
د کابل ولایت د ګمرک ریاست، د تنفيذ قانون ریاست او د استخباراتو (۰۴) ریاست په ګډه همکارۍ د دې ولایت ګمرک کي دوه تنه د بډې اخیستني پرمهال ونیول سول.
دغه دوه کسان میرویس د محمد عزیز زوی او نور عزیز د محمد عزیز زوی، چي دواړه د شپږم بست کارکوونکي دي د ۶۰۰۰ زره افغانیو بډو اخیستو پر مهال چي هر یوه ته ۳۰۰۰ زره افغانۍ ونډه رسېده د کابل ولایت د ګمرک ریاست او د استخباراتو (۰۴) ریاست په ګډو هڅو لاس په لاس ونیول سول.
د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د مالیې وزارت په ټولو عایداتي سرچینو او ادارو کې روڼتیا او له هر ډول ناوړه ګټي اخیستني پاکي ادارې ته ژمن دی او هیڅ چا ته به اجازه ورنکړي، چي په اداري فساد کي ښکېل او له امکاناتو ناوړه ګټه پورته کړي.