د ۱۴۰۱ مالي کال د ملي بودیجې د تصویب په تړاو مطبوعاتي کنفرانس

admin_mof
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۵:۱۸
خبر

د ۱۴۰۱ مالي کال ملي بودیجې د تصویب او دولتي تشکیل د وروستي کولو په موخه مطبوعاتي کنفرانس د مالیې وزارت په خیبرهال کي ترسره سو.

په دغه کنفرانس کي د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ښارجوړونې وزیر مولوي حمدالله نعماني، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر نجیب الله حقاني، د چارو ادارې رئیس مولوي بلال، د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج ملا محمد ناصر اخند، د افغانستان بانک استازي او یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو ګډون کړی وو.

د کنفرانس په پيل کې د رئیس الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: زموږ نننی کنفرانس د ۱۴۰۱ هـ ل مالي کال د ملي بودیجې د تصویب په اړه دئ، ملي بودیجه د حکومتونو د پالیسي د عملي کولو یوه وسیله ده. د نظام له بدلون او اسلامي امارت له حاکمیت وروسته، شرایطو ته په کتو د مالي کال مهالوېش بدلون سره د درې میاشتو (جدي، دلو، حوت) بودیجه د بهرنیو مرستو پرته د کورنیو عوایدو پر بنسټ تصویب او په سمه توګه پلې سوه او د ټولو دولتي کارکوونکو معاشونه اجرا سول. وروسته بیا د کورنیو سرچینو پر بنسټ  د ۱۴۰۱ل مالي کال پر ملي بودیجه باندي کار ترسره سو، چي د دغي بودیجې وړاندوینه (۲۳۱،۴) میلیارډه افغانۍ سوې ده، چي له دې شمیر څخه (۲۰۳،۴) میلیارډه افغانۍ یې عادي بودیجه او (۲۷،۹) میلیارډه افغانۍ یې انکشافي بودیجه ده، چي په بشپړه توګه له کورنیو عوایدو څخه ترتیب سوې او هیڅ ډول بهرنی مالي ملاتړ نه لري.

نوموړي همدا رنګه وویل: چي د ۱۴۰۱ ل مالي کال بودیجې هدف (۱۸۶) میلیارډه افغانیو څخه پورته ټاکل سوی وو او د بودیجې کسر (۴۴) میلیارډه افغانۍ اټکل سوی دئ. تمه سته چي یاده اندازه به د کورنیو عوایدو د کچې لوړیدو پر اساس تمویل سي او همدارنګه د هیواد پر مالي سرچینو وضعه سویو محدودیتونو ته په کتو انکشافي بودیجه کي یواځي هغه پروژې په نظر کي نیول سوي دي، چي عواید یې د نورو پروژو په پرتله زیات دي او له اقتصادي اړخه د خلکو پر ژوند مستقیم اغیز لري، چي د رېل پتلۍ او قوش ټیپې کانال پروژې یې مهمې بېلګي دي.

نوموړي څرګنده کړه، چي د معاشونو د برابروالي او سپما په موخه د معاشونو د تنظیم کمېسیون ایجاد سوی او د ټولو دولتي کارکونکو پر معاشونو بیا کتنه سوې ده، چي په پایله کي د لوړ پوړو کارکونکو معاشونه را کم سوي او د ټیټ رتبه کارکونکو په معاشونو کي کوم بدلون ندی راغلی. یاد کمېسیون همدارنګه د وظیفوي تراکم او موازي تشکیلاتو د مخنیوي په موخه د ټولو دولتي ادارو پر تشکیل بیا کتنه کړې او هڅه یې کړې ده، چي د بې کاري مخنیوي وکړي. په ټول هیواد کي د روغتیا او زده کړو په برخه کي د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د یادو ادارو په تشکیل کي د پام وړ زیاتوالی راغلی، چي د پوهني وزارت د  ۱۴۰۱ ل کال تشکیل ۱۸۹ زره بستونو ته رسېدلی دئ.

 

 

 

خبر

نوموړي همدا رنګه زیاته کړه، چي دې ته په پام سره، چي ټول پخواني کارکوونکي په ادارو کي په خپلو دندو مشغول دي، هڅه سوې ده، چي د ظرفیتونو ساتني په موخه بالمقطع کارکونکي په ادارو کي مدغم سي. د غیر ضروري لګښتونو او تجملي اجناسو له پیرلو څخه ډډه وسي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS