روسیه غواړي د مکروریانونو د مرکز ګرمۍ سیسټم بیا ورغوي

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۵ - ۹:۵۲
خبر

د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم د بیا رغوني او مکروریانونو د وضعیت بشپړي ارزوني په موخه روسي پلاوي کابل ته سفر وکړاو د مکروریانونو د ساتني او څارني دولتي شرکت د رهبرۍ هيئت له راغلي تخنیکي پلاوي سره په ګډه د مکروریانونو د تخنیکي دستګاوو او مرکز ګرمۍ سیستمونو د سروي او برآورد په اړه رسنیو سره مالومات شریک کړل.

په دې لیدنه کي د روسیې د اولېمپ انرژي(Olimp Energy)  کمپنۍ مشر الیکسي مزیرین وویل: موږ به د افغانستان له سیمه ییزو انجنیرانو سره په ګډه کار وکړو، څو ژر تر ژره د مکروریانونو د ویجاړو سوو برخو سروي وکړو او په اړه ئې لازم تصمیم ونیسو. هغه زیاته کړه، چي موږ د مکروریانونو د دستګاوو، مرکزګرمۍ او نورو تخنیکي سیستمونو د سروي لپاره راغلي یوو، هغه امکانات لټوو چي وکولای سو ډېر ژر ټول غیر فعال سیستمونه بېرته فعال کړو، څو د مکروریانونو اوسېدونکو ته خدمات وړاندي سي.

په ورته مهال د مکروریانونو د ساتني او څارني شرکت رئیس پوهنمل غلام عمر عبدالله له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه او زیاته ئې کړه چي د روسي انجنیرانو په همکارۍ به ډېر ژر دغه سروي پای ته ورسېږي او د سروي پایله به د دولتي شرکتونو عمومي ریاست او د مالیې وزارت محترم مقام ته وړاندی سي، څو د راتلونکي اجراآتو په موخه عملیاتي پلان ترتیب او عملي کار پیل سي.

خبر

نوموړي دغه راز د مکروریانونو اوسېدونکو شکایتونو ته په اشارې وویل: دا تاسیسات شاوخوا څلوېښت کاله وړاندي جوړ سوي چي د وخت په تېرېدو ئې خپل کیفیت له لاسه ورکړی، چي له بده مرغه د تېر نظام مسولینوهم  یادو برخو ته پام ونه ‌‌کړ او د فساد له کبله دغه سیستمونه جوړ نه کړای سول. همداراز په خپلو خبرو کي د مکروریانونو د اوبو ستونزي ته په اشارې وویل: په دې برخه کي هم د ۳۵ میلیون افغانیو په ارزښت یوه پروژه په لار اچول سوې او ډېر ژر به یاده ستونزه تر یوه بریده حل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۷
Background image

د لومړۍ درجه ولایتونو له مستوفي صاحبانو سره ناسته وسوه!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس، ددې ریاست د مرستیالانو، د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او د کندهار،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۱:۴۲
Background image

د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار په انار ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ!

د لړم ۲۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیي وزارت د عوایدو لوی ریاست استازو د کندهار ولایت په «دنیا سالون» کي د انار په ملي او نړيوال نندارتون کي ګډون وکړ.
 دغه درې ورځنی نندارتون د صنعت او سوداګرۍ. . .

BACK TO NEWS