د کورنۍ پلټني لوی رئیس فراه او نیمروز ولایتونو ته سفر وکړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۲:۱۵
خبر

د ولایتي سفرونو په لړ کي، د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس انجنیر عبداللطیف خالد، په مشرۍ یوه پلاوي د چارو د ارزوني په موخه د فراه او نیمروز ولایتونو له ګمرکونو، مستوفیتونو او د دغو ادارو له اړونده دفترونو څخه لیدنه وکړه.  

ښاغلي خالد د یادو ادارو له مسؤلینو او کارکوونکو سره په خبرو کې د پلټني پر اهمیت او ارزښت ټینګار وکړ، د تېرو پلټنو په لړکي د پلټونکو لخوا د ورکړل سوو سپارښتنو د تطبیق پوښتنه یې وکړه او له مسؤلینو یې وغوښتل چې د چارو د اصلاح او سمون په موخه د پلټني سپارښتني په خپله ټاکلې موده کي تطبیق او راپور یې له مرکز سره شریک کړي.

خبر

د کورنۍ پلټني لوی رئیس د دغو ادارو د کارکوونکو ستونزي او غوښتني واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د حل په موخه به یې د مالیې وزارت له مشرتابه سره به يې شریکي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ نهمه ناسته وسوه

د کب ۱۲مه۱۴۰۴ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان والي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۷
Background image

له مستوفیتونو سره د ستونزو او ممکنو خنډونو د حلولو په موخه انلاین ناسته وسوه

د کب ۱۲مه۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د مستوفیتونو د بررسۍ، خدمتونو وړاندي کولو، قانون پلي کولو، د مالیه ورکوونکو د پېژندني او د خطرونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست ۱۳ شکایتونه حل او فصل کړي دي

د کب ۱۱مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست د دلوي میاشتي په اوږدو کي د مالیه ورکوونکو د شکایتونو (۱۳) قضیې د قانون له مخي تر څېړني وروسته حل او فصل کړي. . .

BACK TO NEWS