له کسبګرو او دوکاندارانو څخه د مالیې وزارت ملاتړ غونډه ترسره سوه

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۹ - ۱۶:۱۵
خبر

له کسبګرو او دوکاندارانو څخه د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست ملاتړ غونډه نن په انټرکانټینینټال هوټل کي د لوړو پوړو دولتي چارواکو په ګډون ترسره سوه.

په دې غونډه کي چي د مالیې وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري، د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي، د عواید عمومي رئیس معراج محمد معراج، رئیسانو، مستوفیانو، کسبګرو د ټولني استازو، د پوهنتون استادانو او د مالیې وزارت کارکوونکو ګډون کړی وو.

په پیل کي د مالیې وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: خوښ یم چي د مالیې وزارت له لوري، د هیواد د اقتصادي خوځښت د یوې ستري کتلې (کسبګر او دوکاندارانو) د ملاتړ په دې ناسته کي ګډون کوم. د مالیې وزارت یوه ستره موخه د سوداګرو، پانګوالو او کسبګرو ملاتړ کول دي، چي بېلګه یې د مالیې د نورم راښکته کول دي. د مالیې وزارت په دې موخه غوره خدمتونه وړاندي کړي، چي د ژوند سهولتونه رامنځته سي، په بازارونو کي قیمتونه مناسب وساتل سي، د مالیه ورکوونکو د مالیې تثبیت په شفاف ډول ترسره سي او د اصنافو په مالیه کي له ټولو سره یو شان چلند وسي. نوموړي زیاته کړه، چي د مالیې وزارت دروازې د خلکو پرمخ پرانیستي دي، هره هغه ستونزه به له منځه یوسوؤ، چي مالیه ورکوونکي ورسره مخ وي. نوموړي؛ له مالیه ورکوونکو څخه هم هیله وکړه، چي د مالیې په تثبیت کي مرسته وکړي او په مشترک ډول له روانو ناخوالو هیواد وباسو او اقتصادي پرمختګ رامنځته سي.

خبر

ورپسې د عواید عمومي رئیس معراج محمد معراج، د ملي عوایدو پر عمومي وضعیت رڼا واچوله وې ویل، چي موږ په بشپړ اخلاص د کسبګرو، دوکاندارانو، ملي سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوو، تسهیلات ورته رامنځته کوو او هڅه وو یې چي خپل عواید له دولت سره شریک کړي. ده زیاته کړه؛ اسلام امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دئ، چي د مالیې د نورم په نیم کښته کولو او د وزارت په کچه د فساد په کمولو سره یې دا ثابته کړې هم ده. ده زیاته کړه، چي له خپلو ملي عوایدو د ملي بودیجې بشپړول کلک هوډ، ګډي همکارۍ، ملي احساس او یوې پیاوړي ارادې ته اړتیا لري او د مالیه ورکوونکو پر مټ دا کار هم ثابت سو. نوموړي، له کسبګرو او مالیه ورکوونکو سره ژمنه وکړه، چي ستاسو یوه افغانۍ به هم بې ځایه ونه لګول سي، خو که تاسو یوه افغانۍ مالیه بې ځایه ضایع کوئ، په دې معنی چي د ۴۰ میلیونه انسانانو حق مو خوړلی دئ.

د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، هم د کسبګرو او دوکاندارانو د کړنو د ارزښت بیانولوترڅنګ زیاته کړه، چي د کابینې د ځانګړې لورېیني له مخي د مالیاتي نورم را کمول یو نېک کار دئ. دغه چاره په بازارونو کي د خوراکي توکو پر ارزښت هم اغېز کوي، هیله ده چي دوکانداران یې عملي کړي او ملت یې هم ګټي حس کړي. ده زیاته کړه، چي د دولت او سوداګرو له لوري د ملت په حق کي هر نېک کار باید وستایل سي او یو د بل پر مټ ملت او دولت په پښو ودروو. 

خبر

د کابل د اصنافو د اتحادیې رئیس صدیق الله قریشي، هم خبري وکړې او زیاته یې کړه، چي له دولت سره د خلکو همکاري او شتون ناکامي نه ده، بلکي دا ملت له مجاهدینو سره اوږه پر اوږه درېدلی او اوس د غوره کاري فرصت تمه ترې لري. ده زیاته کړه، چي خلک مالیه جبري بولي، ځکه چي تېرو نظامونو بنسټیز کار نه دئ ورته کړی او اوس له تاسو د عدالت او انصاف غوښتنه کوي، ترڅو د ورکړي مالیې ګټي په سترګو وویني.

خبر

هېره دي نه وي، چي په دې ناسته کي یو شمېر ګډونوالو د مالیو د ورکړي، پر ارزښت، اسلامي اړخ، نړیوالو معیارونو او اوسني وضعیت ته په کتو په خپل وار پراخي ویناوي وکړې او پای کي یو شمېر مستوفیانو ته د دوی د ښو کړنو له کبله ستاینلیکونه هم ورکړل سول

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

د ملي بودیجې عمومي ریاست تخنیکي ټیم د هیواد (۱۶) ولایتونو ته سفر وکړ

د لېندۍ ۹مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ملي بودیجې عمومي ریاست تخنیکي ټیم د هیواد (۱۶) ولایتونو (بامیان، نورستان، کنړ، بدخشان، تخار، کندوز، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، نیمروز، فراه، هرات،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۲:۳
Background image

د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي نږدې ۱۰۰ ټنه قاچاقي او بې کیفیته تېل له منځه یوړل سول!

د لېندۍ ۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د هرات ولایت د اسلام کلا په سرحدي ګمرک کي شاوخوا (۱۰۰) ټنه قاچاقي او بې کیفیته پټرول او ډیزل تېل ناکاره وښوودل سول او د محکمې د حکم له مخي د اړوندو با صلاحیته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۱۵:۶
Background image

د کابل ولایت د تېلو او ګازو عمده پلورونکو سره مشورتي ناسته وسوه!

د لېندۍ ۵مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ، د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کي د کابل ولایت د تېلو او ګازو له عمده پلورونکو سره. . .

BACK TO NEWS