د مالیې وزارت اړوند د ارزاقو دولتي شرکت کړني او لاسته راوړني
د ارزاقو دولتي شرکت، چي د دولتي او خصوصي ادارو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو او رسولو مسؤلیت لري، په ځانګړي توګه د کورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت روغتیا وزارت، لوړو زده کړو او پوهني وزارتونو لپاره په مرکز او ولایتونو کي د لومړینو خوراکي توکو د اړتیاوو پورو کولو په موخه فعالیت کوي.
په تیرو کلونو کي سیاسي بې ثباتي، د سالم اقتصادي مدیریت د نشتون، اداري فساد او په ټوله کي دولتي شرکتونو ته د نه پاملرني له امله د دولتي شرکتونو ګټور فعالیتونه ټکني سوي وو. چي پر هيواد د اسلامي امارت له بیا حاکمیت سره سم د هيواد د اقتصادي ودي په موخه دولتي شرکتونو ته ځانګړې پاملرنه وسوه. په همدې لړ کي د ارزاقو دولتي شرکت هم خپل فعالیتونه له سره پیل کړل، چي په تیر یو کال کي په یاد شرکت کي مثبت بدلونه رامنځته سوي، چي د تیرو شلو کلونو په پرتله بې ساري دي.
د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د ارزاقو دولتي شرکت په لږ موده کي خپلي اداري چاري منظمي کړي، د کارکوونکو ظرفیتونه یې د مسلکي او متعهدو اشحاصو په ګمارلو سره لوړ کړي او د خپلو اساسي او غیر اساسي فعالیتونو په نتیجه کي یې له درې میلیارده افغانیو څخه زیات عواید ملي خزايې ته زیات کړي دي.
د ارزاقو دولتي شرکت رئیس عبدالرازق رفیع وویل، چي د لوړو زده کړو وزارت سره د ترسره سوي قرارداد له مخي یې د هیواد ټولو پوهنتونونو لیلیو ته غذایي مواد په ښه کیفیت او مناسب نرخ پیرلي او اکمال کړي، چي د قرارداد حجم یې تقریباً (یو میلیارد) افغانۍ کیږي.
همدارنګه د کورنیو چارو وزارت اړوند د مرکز او ولایاتو د قومندانیو د پرسونل لپاره د (۱۵) قلمه حبوباتو قرارداد، چي د شاوخوا (دوه میلیارده افغانیو) په ارزښت دئ د ارزاقو دولتي شرکت رهبري د نه ستړي کېدونکو هڅو په پایله کي ترسره سوی دئ، چي په ډېر کم وخت کي یې د تطبیق چاري تر (۹۰ سلني) پوري سر ته رسېدلي او د پاتي لس سلنه تطبیق چاري یې هم په جریان کي دي.
ښاغلي رفیع همدا راز وویل: دغه شرکت په پام کي لري، چي په راتلونکي کال (۱۴۰۲) کي د ملي دفاع، روغتیا، کورنیو چارو او پوهني وزارتونو لپاره په ښه کیفیت د خوراکي توکو د رسولو له درکه خپل اساسي عواید د غیر اساسي عوایدو په شمول (د جایدادونو د کرایو له درکه) تر اوه میلیارده افغانیو پوري لوړ کړي، چي ورسره به د ملي عوایدو په ډیروالي کي هم مهم رول اداء کړي. د ارزاقو دولتي شرکت همدا راز په نظر کي لري چي په (۱۴۰۳) کال کي د ځینو نورو پلان سوو اساسي اهدافو په لاسته راوړلو سره خپل عواید تر (لس میلیارده) افغانیو پوري ورسوي.
د یادوني وړ ده، چي د ارزاقو دولتي شرکت په ۱۳۱۶ هجري لمریز کي تآسیس سوی، چي د تاریخ په اوږدو کي یې بېلا بیل پړاونه تجربه کړي دي. دغه شرکت د کوپن په نوم په ټول هيواد کي د وخت د دولت کارکونکو، پوځیانو او متقاعدینو لپاره د سوداکریزو او کورنیو سرچینو څخه د لومړنیو خوراکي او اړینو کورنيو توکو د وېش پروسه هم تطبیق کړې ده. همدارنګه د پوهنتونونو، روغتونونو، پوهني وزارت او د نورو ملکي او نظامي دولتي ادارو د اړتیا وړ خوراکي توکو د برابرولو او رسولو برخه کي بریالي فعالیتونه ترسره کړي دي.
په ۱۳۹۸ کال کي د ارزاقو دولتي شرکت د فعالیت بڼي بدلون وکړ او د ملي پراختیا شرکت سره یو ځای سو، چي د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دغه شرکت د مالیې وزات تر اثر لاندي د دولتي شرکتونو لوی ریاست په چوکاټ کي ګټور فعالیتونه تر سره کوي.