د ګمرکونو لوی رئیس د فراه ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل
د ګمرکونو لوی رئیس مفتي ښاغلي عبدالمتین سعید، چي د فراه ګمرک د ارزوني په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ یې د فراه ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل.
په دې کتنه کي، چي د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت هم شتون درلود، په پیل کي د فراه ولایت د سوداګرۍ خوني رئیس ښاغلي حاجي دین محمد خبري وکړې او راغلي پلاوي ته یي د ښه راغلاست تر څنګ د سوداګرو یو شمیر شته ستونزي شریکي او د حل غوښتنه یې وکړه.
د ګمرکونو لوی رئیس د دوی د ستونزو له اوریدو وروسته ډاډ ورکړ، چي شته امکاناتو او نافذه قوانینو ته په کتو سره به د دوی ستونزي حل کړي.