د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۲۶ - ۱۰:۴۶
خبر

د ګمرکونو لوی رئیس ښاغلي مفتي عبدالمتین سعید چي د کندهار ګمرک د ارزوني په موخه یاد ولایت ته په رسمي سفر تللی، تېره ورځ یې د کندهار ولایت د سوداګریزو شرکتونو د بېلابیلو اتحادیو له استازو سره د یاد ولایت د سوداګرۍ په خونه کي وکتل.

په کتنه کي د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار ښاغلي حاجي ابراهیم حکمت هم شتون درلود، په پیل کي د کندهار ولایت د سوداګرۍ خونې رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست او یاد ولایت ته د راتګ څخه د منني تر څنګ وویل: د ا.ا.ا په راتګ سره په ګمرکونو کي فساد له منځه تللی او ګمرکي طی مراحل اسانه سوي دي. نوموړي زیاته کړه چي اوس مهال د سوداګرو ستونزو ته پر خپل سره رسیدنه کیږي.

د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال سلاکار وویل: کندهار ولایت ته زموږ د راتګ موخه داده چي د سوداګرو ستونزي واورو او له دوی څخه یي غوښتنه وکړه چي شته ستونزي له راغلي پلاوي سره شریکی کړي.

خبر

د کندهار ولایت سوداګرو په خپل وار سره په ګمرکونو کي شته ستونزي له راغلي پلاوي سره شریکي کړې او د حل غوښتنه یې وکړه، د ناستي په پای کي د ګمرکونو لوی رئیس د کندهار ولایت د سوداګرو اکثره ستونزي حل کړې او په اړه ئې د کندهار ګمرک مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل. همداشان نوموړي وویل چي ځیني پاته ستونزي به د حل په موخه د مالیې وزارت له مشرتابه سره شریکي کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه ناسته وسوه

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د حمایوي، تدارکاتي، خدماتي او مالي او اداري پروسو د ساده کولو په موخه، د چارو ادارې، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او د مالیې وزارت د استازو په ګډون د دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵
Background image

د امارتي املاکو لوی ریاست پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته سفر وکړ

د غویي۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د مالیې وزارت د امارتي املاکو د لوی رئیس الحاج حافظ عبدالقدیر حقاني په مشرۍ د دغه ریاست تخنیکي او مسلکي پلاوي لغمان او ننګرهار ولایتونو ته رسمي سفر وکړ. 
دغه پلاوي د. . .

BACK TO NEWS